تازه خبرونه
د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې د نړۍ د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره – سره د ژغورونکو مرستو د برابرولو کچه تر هر وخت ډېره ټیټه شوې ده او میلیونونه کسان په «هېر شویو ناورینونو » کې له سخت خطر سره مخ دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.
د NRC سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د وینزویلا او سوډان په ګډون د میلیونونو کسانو لپاره «برخهلیک ټاکونکی کال» دی او خبرداری یې ورکړی، چې د مرستو پرلهپسې کمښت کولی شي د «سترو انساني تلفاتو» لامل شي.
هغه زیاته کړې؛ هېوادونه باید بشري مرستې د اړتیا پر بنسټ، نه د سیاسي ملاحظاتو پر اساس ووېشي او له هغو هېوادونو یې، چې مالي سرچینې لري د بشري ناورینونو پر وړاندې له مسوولیت څخه د ډکو کړنو د تر سره کولو ِوښتنه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د NRC د «هېر شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی او د بشري پروګرامونو تمویل یې شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.
NRC خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمېدا په داسې حال کې ده، چې له ۲۱.۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور هم له ګاونډ هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
دې ادارې ټینګار کړی، چې د عاجلو بشري مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کورنۍ په افغانستان او نورو ناورین ځپلیو هېوادونو کې له لوږې، بېکورۍ او زیاتې ناامیدۍ سره مخ شي.