تازه خبرونه

روسیه د اړینو مسلو د حل لپاره له اسلامي امارت سره خبرې روانې ساتي – کرملین

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۳)

د کرملین ویاند ويلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د خبرو په حال کې دی او د افغانستان له اوسنیو مشرانو سره د خبرو لپاره اړین مسایل لري.

د کرملين وياند دیمیتري پیسکوف وايي؛ روسيه بايد له خپل ګاونډ افغانستان سره له هرې شونې لارې اړیم مسایل حل کړي.

دیمیتري پیسکوف زیاته کړې؛ مسکو په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې کوي او مهم مسایل لري، چې د افغانستان له اوسنیو مشرانو سره پرې خبرې وکړي.

پیسکوف وايي: دا یو داسې هېواد دی، چې زمونږ تر څنګ دی او مونږ له هغوی سره په هره ممکنه طریقه اړیکه لرو. مونږ باید اړینې مسلې حل کړو،  چې خبرو اترو ته هم اړتیا لري. د نورو په څېر مونږ هم له طالبانو (اسلامي امارت) سره په اړیکو کې یوو.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې وه، چې د ترهګرو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو په اړه کار کوي او وروستۍ پرېکړه یې د روسیې د مشرتابه کار دی.

اسلامي امارت د روسانو دا هڅې ګټورې ګڼي او د باور او سیمه‌ییزې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره د خنډونو لرې کول ښه چاره بولي.

که څه هم د کرملین ویاند د اړینو مسلو په اړه جزئیات ورنکړل؛ خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره په ترهګرۍ ضد مبارزه کې منظمې همکارۍ لري.

له دې سره همهاله ضمیر کابلوف ویلي؛ اسلامي امارت ته بلنه ورکړ شوې، چې د روسیې د کازان په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دغه غونډه د روان کال د مې له څوارلسمې څخه تر نولسمې په کازان کې جوړه شي؛ اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version