تازه خبرونه

زمونږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري – محمد یعقوب مجاهد

Published

on

د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمد یعقوب مجاهد پرون (چارشنبه د لیندۍ ۲۹ ) د هوايي ځواکونو عمومي قومندانۍ ته ولاړ او له اړوند مسوولینو، کارکوونکیو، پیلوټانو، انجنیرانو – مسلکي تخنیکرانو او یو شمېر ځواکونو سره یې وکتل.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د خپلو خبرو پر مهال ویلي: دا سمه ده، چې مونږ ستونزې لرو؛ خو زمونږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او تر بل هر وخت به پیاوړي شي.

همدارنګه محمد یعقوب مجاهد د هېواد د هوايي ځواکونو د مسوولینو، کارکوونکیو، انجینرانو، پیلوټانو او مسلکي تخنیکرانو له څلیریشت ساعته هلو ځلو مننه وکړه او د هغوی د ستونزو د حل او لاسرسي ډاډ یې ورکړ.

Trending

Exit mobile version