سوداگري

سترې بېخبنایي پروژې به ژر پیل شي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وايي، چې ډېر ژر به د بنسټیزو پروژو کار پیل شي.

ملا برادر، چې د یکشنبې پر ورځ ( د وري ۲۷ ) په کابل کې د ګلبهار پلازې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې؛ ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره نړیوال امنیت تامین شوی او د پانګونې ډګر تر بل هر وخت ښه او رڼه بېلګه یې د دې بېخبنا پرانیستل دي.

ملا برادر ويلي: مونږ د هېواد خلکو ته د اسانتياوو او کاري فرصتونو رامنځته کول خپله دنده او مسووليت ګڼو.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له لوري د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره به په نږدې راتلونکي کې د لویو لارو د بیارغونې، د اوسپنې پټلۍ د شبکې غزولو او دې ته ورته سترو بېخبنایي پروژو کار پیل شي، چې په نږدې راتلونکي کې به پر اساسي بنسټ بدل شي.

ملا برادر ملي سوداګرو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان ته راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د پانګوالو مالي او ژوندانه امنیت تامینوي او د پانګونې اسانتیاوې ورته برابروي.

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ګلبهار پلازا سوداګریز او استوګنیز مرکز د خصوصي سکتور لخوا جوړېږي، چې سلګونه هټۍ او د استوګنې کورونه په کې دي. په دې پروژه کې ۷۰ میلیون دالره پانګونه شوې، چې په درې کلونو کې به بشپړه شي.

Trending

Exit mobile version