سوداگري
سترې بېخبنایي پروژې به ژر پیل شي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وايي، چې ډېر ژر به د بنسټیزو پروژو کار پیل شي.
ملا برادر، چې د یکشنبې پر ورځ ( د وري ۲۷ ) په کابل کې د ګلبهار پلازې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې؛ ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره نړیوال امنیت تامین شوی او د پانګونې ډګر تر بل هر وخت ښه او رڼه بېلګه یې د دې بېخبنا پرانیستل دي.
ملا برادر ويلي: مونږ د هېواد خلکو ته د اسانتياوو او کاري فرصتونو رامنځته کول خپله دنده او مسووليت ګڼو.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له لوري د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره به په نږدې راتلونکي کې د لویو لارو د بیارغونې، د اوسپنې پټلۍ د شبکې غزولو او دې ته ورته سترو بېخبنایي پروژو کار پیل شي، چې په نږدې راتلونکي کې به پر اساسي بنسټ بدل شي.
ملا برادر ملي سوداګرو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان ته راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د پانګوالو مالي او ژوندانه امنیت تامینوي او د پانګونې اسانتیاوې ورته برابروي.
د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ګلبهار پلازا سوداګریز او استوګنیز مرکز د خصوصي سکتور لخوا جوړېږي، چې سلګونه هټۍ او د استوګنې کورونه په کې دي. په دې پروژه کې ۷۰ میلیون دالره پانګونه شوې، چې په درې کلونو کې به بشپړه شي.
سوداگري
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
د اقتصادي کمیسیون لهخوا سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سټنډرډ ملي ادارې او د تېلو او ګاز امارتي شرکت استازو ته دنده سپارل شوې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معیاري چاڼخونې پر جوړولو پانګونه وکړي او د هېواد له اومه تېلو څخه، چې د ډیزل او ګاز پر تولید سربېره د تېلو د نورو اړوند توکو د چاڼ وړتیا ولري؛ هڅې وکړئ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درویشتمه ) د افغانستان د تېلو او ګاز امارتي شرکت د تخنیکي استازو او ملي سټنډرډ ادارې (انسا) په شتون کې د ایران د ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت له مسلکي پلاوي سره د تېلو د معیاري چاڼخونې د رامنځته کولو په اړه وکتل.
په دې ناسته کې د ایران ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت استازي د افغانستان د اومه تېلو د استخراج په اړه د عصري ټکنالوژۍ کارولو په ګډون د اتمسفیریک، خلایي او کراکینګ درې پړاویزې معیاري چاڼخونې د جوړولو پلان او د اړوند محصولاتو د کمیت، کیفیت او نوعیت تخنیکي معلومات وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي کمیسیون لهخوا سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سټنډرډ ملي ادارې او د تېلو او ګاز امارتي شرکت استازو ته دنده سپارل شوې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معیاري چاڼخونې پر جوړولو پانګونه وکړي او د هېواد له اومه تېلو څخه، چې د ډیزل او ګاز پر تولید سربېره د تېلو د نورو اړوند توکو د چاڼ وړتیا ولري؛ هڅې وکړئ.
خبرهای مرتبط:
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
د آمو سیند د تېلو ورځنی استخراج به له دوه زره ټنو زیات شي – افچین شرکت
سوداگري
د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اومه تېل داوطلبۍ ته وړاندې کړل
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ زره ټنه اومه تېل پلورلي دي.
د دغه وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور نن (یکشنبه د غبرګولي شلمه) د داوطلبۍ په مراسمو کې ویلي، چې دغه اندازه تېل د امو د تېلو له حوزې د انګوت له سیمې را ایستل شوي او پر یوه کورني شرکت وپلورل شول.
شهاب الدین دلاور زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د هرات ولایت پر ۲۳ زره کیلومټره مربع مساحت د تېلو او ګازو د ۱۱ بلاکونو د استخراج او اکتشاف قرارداد هم داوطلبۍ ته وسپارل شي.
د دلاور د څرګندونو له مخې؛ د پکتيکا ولايت د کټواز له سيمې څخه د تېلو د استخراج قرارداد هم کیږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د اصولو پر بنسټ ګټونکي شرکتونه اړ دي، چې اومه تېل په هېواد کې دننه پروسس کړي. د تېلو د پروسس په بهیر کې به ځینو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ويلي؛ دوی ژمن دي، چې د کانونو په استخراج کې له تخنیکي او مسلکي کسانو کار واخلي.
سوداگري
د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانستل شو
نن (پنجشنبه د غبرګولي اووهلسمه ) د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیالانو او د خصوصي سکټورد غړیو په حضور کې پرانیستل شو.
د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د اقتصادي ودې او پرمختګ، د بې کارۍ د کمولو، د کار د نویو فرصتونو د رامنځته کولو، د سوداګرۍ د توازن د ساتلو، د خصوصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو او ګواښونو د کمولو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.
همدارنګه د خصوصي سکټور اړوند د پروژو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د باوري مالي سرچینې درلودل، د ملي بندرونو د کمیټې د پروګرامونو تمویل، په بندرونو کې د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځته کول، د لابراتوارونو جوړول او د وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت د ازموینې لپاره د تجهیزاتو پیرودل او د شرایطو د ښه کولو لپاره له تصدیو سره مالي مرسته د دې صندوق یوه بنسټیزه موخه ده.
ملا عبدالغني برادر د دې صندوق له پرانیستې وروسته ويلي، چې د دغه صندوق له پرانېستلو سره به د بېکارۍ کچه راټيټه او هېوادوالو ته کاري زمينې برابرې شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل، چې خپل فعاليتونه چټک او په ښه کيفيت سره ترسره کړي.
دغه راز د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدين عزيزي د وینا پر مهال څرګنده کړې: په هېواد کې سراسری امنیت تامین دی، د خصوصی سکټور پر همکارۍ په بازار کې توکې په پراخه کچه شتون لری او نرخونه هم له ګاونډ هېوادونو ټیټ دي.
نوموړي ویلي؛ د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق مشرتابه او تخنیکي کمیټې لري. د دې کمېټو په غړیو کې اقتصادي مرستیال، د چارو ادارې عمومي ریاست، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او مالیې، برښنا او اوبو وزارتونو استازي په کې دي.
داکمیټه د یو مسوول بنسټ په توګه ځان مسووول بولي، چې داخلی صنایعو او خصوصی سکټور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي .
د کمیټې اصلي دندې د وړاندیز شویو پروژو رهبري کول، تصویب یا رد کول، د بودجې لپاره د بسپنې اندازه ټاکل، د پروژو لومړیتوبونه، د تخنیکي کمیټې د فعالیتونو څارنه، د پروژو پلي کول او د پروژو د لګښتونو په اړه د راپورونو وړاندې کول دي.
دا صندق په ملی او نړیواله کچه د حقیقی او حکمی اشخاصو د اعانو، پر وارداتی او صادراتی توکو د ډېرکم فیس څخه تمویلږی.
-
تازه خبرونه5 days ago
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري4 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
تازه خبرونه5 days ago
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی3 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
-
نړۍ5 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه