لوبی
سریلانکا د افغانستان کرکټ لوبډلې ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې پېنځهویشتمه) په درېیمه او وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم د سریلانکا پر وړاندې ماته وخوړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۴۸.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۲۶۷ منډو هدف یې وټاکه.
د افغانستان لپاره رحمت شاه او عظمت الله عمرزي په ترتیب سره تر ټولو زیاتې ۶۵ او ۵۴ منډې جوړې کړې.
د دغې لوبې په دوهیمه نیمايي کې سریلانکا ورکړ شوی هدف په ۳۵.۲ اورونو کې یوازې د درې لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ.
د سريلانکا لپاره پاتوم نيسانکا ۱۱۸ منډې وکړې او د لوبډلې او د ټولې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
له دې مخکې سریلانکا له افغانستان څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه مخکینۍ لوبې هم ګټلې وې.
ټاکل شوې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ د سلواغې پر ۲۸ / د فبرورۍ پر اووهلسمه پیل شي.
آریانا تلویزیون دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.