سوداگري

سږ کال له کندهار څخه ۱۱۸ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۲)

د کندهار ولايت چارواکو ويلي؛ سږ کال له دغه ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې، چې له کبله یې ۵۵ ميليونه ۵۴۷ زره امريکايي ډالر عواېد ترلاسه شوي دي.

په صادرو شویو مېوو کې هندواڼې، انګور، انار او انځر یاد شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې: سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مدیریت شوي او طبیعي افتونه هم کم ول؛ نو، خکه په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بينا وايي: که څه هم سږ کال وچکالي وه؛ خو د اوبو مديريت سم و، باغونه پر ټاکلي وخت خړوب شوي او هیڅ ډول ناروغي نه‌وه، ځکه میوه په منظمه ډول صادره شوه. اوس یو څه انار او مڼې پاتې دي.

په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکي وايي، د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي؛ خو د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید نورې هڅې هم وشي.

د کندهار د تازه مېوې د صادراتو کمیسيون مشر حاجي ناني ويلي: له نېکه مرغه سږ کال امنيت ډېر ښه و. په ګمرک کې کومه ستونزه نه وه. که کومه ستونزه وه هم د ګمرک رییس حل کړې ده.

په هېواد کې د معياري سړ‌خونو نه‌شتوالى د دې لامل کېږي، چې د باغ لرونکي د تازه مېوې يوه برخه له لاسه ورکړي. بڼوال غواړي، چې په هېواد کې معياري سړې خونې جوړې شي، چې تازه مېوې وساتل شي.

Trending

Exit mobile version