تازه خبرونه
شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانهخیست.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د علم مخالفت باید هیڅکله ونشي؛ ځکه، چې شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانهخیست.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ راتلونکې جګړې به سایبري او انټرنیټي جګړې وي او د افغانستان خلک دې هم پر ټکنالوژۍ او ساینس له ځانه دفاع وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډېر غير اسلامي هېوادونه د اسلامي نظام د جوړېدو او د اسلامي شریعت د پلي کېدا مخالف دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: دین باید داسې پلي شي، چې د دین غوښتنه ده؛ داسې، چې خلک له دین سره مینه وکړي.
