نړۍ
شمالي کوریا د هغه امریکايي سرتېري په اړه چوپه خوله پاتې ده، چې له پولې ورتېر شوی
شمالي کوریا خپلې سختې پیاوړې پولې ته د یوه امریکایي سرتېري د ننوتلو په اړه چوپه خوله پاتې ده؛ خو د چارشنبې پر ورځ یې د وسلو په وروستي نندارتون کې د لنډ واټن ویشتونکيو توغنديو ازموینه وکړه.
نږدې یوه ورځ وروسته له هغې، چې امریکایي سرتېری تراویس کینګ د پانمونجوم سرحدي کلي ته د خپل سفر په بهیر کې شمالي کوریا ته ننوت؛ خو تر دې دمه یې د برخلیک په اړه څه نهدي ویل شوي. هغه لومړنی امریکایی وګړی دی، چې له تېرو نږدې پېنځه کلونو راپدیخوا په شمالي کوریا کې نیول شوی دی.
په جنوبي کوريا کې د شمالي کوريا د څېړنیز پوهنتون ریيس يانګ مو جين ويلي: شمالي کوريا به ښايي دغه سرتېری په لنډمهال کې د تبليغاتي موخو لپاره او بيا په منځني او اوږدمهال کې د سوداګرۍ د وسيلې په توگه وکاروي.
۲۳ کلن تراویس کینګ د برید پر تور د جنوبي کوریا په یوه زندان کې شاوخوا دوه میاشتې تېرې کړې وې. هغه د جولای پر ۱۰ خوشې شو او ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ورځ تکزاس ته واستول شي، چې له نورو مجازاتو سره هم مخ شي.
هغه تر ګمرک بدرګه شو؛ خو الوتکې ته له پورته کیدو مخکې له هوايي ډګره ووت.
د تراویس کینګ مور کلادین ګیتس ای بي سي نیوز ته څرګنده کړې، هغه حیرانه شوه، چې کله یې واورېدل زوی یې شمالي کوریا ته تللی دی.
د هغه مور کلادین ګیتس ویلي، چې د امریکا پوځ د سې شنبې پر سهار شمالي کوریا ته د هغه له ورننوتو خبر ورکړ.
هغې دا هم ویلي؛ زوی یې پر وروستی ځل څو ورځې مخکې ورته وویل، چې هغه به ډېر ژر تکزاس ته ورستون شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر ویلي، د امریکا حکومت له شمالي کوریا سره د دې پېښې د حل لپاره کار کوي.
د امریکا پر مشرۍ د ملګرو ملتونو قومندانۍ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې ګومان کیږي امریکايي سرتېری د شمالي کوریا په بند کې وي.
دا په داسې حا کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لوید آستن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ وضعیت له نږدې څارو او په اړه یې څېړنې کوو. دا مسله به په راتلونکیو څو ورځو او ساعتونو کې پراخه شي او مونږ به بیا تاسې ترې خبر کړو.
