تازه خبرونه
طالبانو په نیمروز کې ۲۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې او څو نور ژوندي نیول شوي
د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی؛ ۲۴ سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان دي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.
د دلارام ولسوال شهناز غدري آریانا نیوز ته ویلي: پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې رامنځته شوې او طالبانو څو نور سرتېري ژوندي نیولي او یو شمېر مړي یې هم له ځان سره وړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو ټول تجهیزات له قرارګاه څخه وړي او د ملي اردو لږ تر لږه شپږ سرتېري یې ژوندي نیولي دي.
که څه هم دفاع وزارت په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو دا تائیدوي، چې دا مهال د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د وسل والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
دغه راز د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې یو شمېر افغان سرتېري د طالبانو لخوا محاصره شوي دي. عسکرو رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی د خوراکي توکو او تجهیزاتو له کمي سره مخ دي.
په دې اړه یو شمېر پوځي کارپوهانو ويلي، چې د تجهیزاتو او مرستندویه ځواکونو کمی د پوځي تلفاتو د زیاتوالي لامل دی.
له جګړې اغېزمن هېوادوال له ښکېلو خواوو غوښتي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند ته زمینه برابره کړي.