تازه خبرونه
طالبان د ښځو په ګډون د رسنیړ کارکوونکي او خبریالان وژني – راپور
د بشري حقونو څار ډلې څرګنده کړې، چې طالبان د ښځو په ګډون خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژني.
د بشري حقونو د څار په یوه وروستي راپور کې، چې نن (پنجشنبه د وري) خپور شوی راغلي؛ په دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو له پیل راپدیخوا په ټول افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه ډېر شوي، چې د بیان او رسنیو د آزادۍ په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.
د بشري حقونو د څار ډله څرګندوي؛ د دوی موندنې ښیې، چې د طالبانو قومندانانو او جنګیالیو د دوی په تر څارنې لاندې سیمو او کابل کې هرډول ګواښونه ، ډارونې او تاوتریخوالي د افغان رسنیو د ټولنې پر وړاندې کارول شوی دی.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې دا ګواښونه تر سره کوي؛ د خبریالانو د کارځي، کورنۍ او سفر په اړه پوه خبر دي او د دغو معلوماتو له مخې یې دوی چوپتیا ته اړ ایستلي، له دندې ګوښه شوي او په ځینو مواردو کې یې خبریالانو ته له تاوتریخوالي ډکې پېښې رامنځته کړي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې زیاته کړې: د ولسوالیو په کچه طالب قومندانانو او جنګیالیو ژورنالیستانو ته لفظي او لیکلي ګواښونه کړي. ان د رسنیو هیڅ کارکوونکي ځان خوندي نه احساسوي.
د دې بنسټ د آسیایي څانګې مشر پیټریشیا ګوسمان ویلي؛ د ګواښونو او وژنو څپو په دې حساس وخت کې افغان رسنیو ته یو غموونکی پیغام وړاندې کوي، په داسې حال کې، چې ټولې خواوې په راتلونکي کې د بیان د آزادۍ د ملاتړ لپاره خبرې کوي.
په راپور کې راغلي، چې د قطر په دوحه کې د طالبانو مشرانو د خبریالانو ګواښل رد کړي؛ خو ویلي یې دي، چې دوی یوازې له هغو ژورنالیستانو ساتنه کوي، چې اسلامي ارزښتونو ته درناوی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرله پسې د خبریالانو او مدني ټولنې د هڅاندو په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي.