تازه خبرونه
طالبانو مو له کورونو ښوونیز مرکزونه جوړ کړي ـ بختی خان
د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د غوړکي کلي استوګن په ډاګه کوي، چې وسلوال طالبان یې له څو کلونو راپدیخوا کورونه د ښوونیزو مرکزونو په توګه کاروي.
د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ ته له ور رسیدو سره سم د کورونو هغه دیوالونه تر سترګو کیږي، چې پر دیوالونو او دروازو یې اسلامي امارت لیکل شوی او دا په دې سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ ښکارندویي کوي.
آریانا نیوز خبریال سمیع جهش دې سیمې ته سفر کړی او دا رپوت یې را لیږلی دی.
دا کورونه، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په خوا کې پراته دي، موده مخکې د طالبانو لخوا د ځانمرګو بریدګرو د روزنې لپاره کارول کیدل.
د ننګرهار د مهمند درې ولسوالۍ د غوړکي کلي استوګن بختي خان ویلي؛ په شاوخوا شل کلونو کې طالبانو دغلته چاودیدونکي توکي او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه جوړول او دغلته یې ځانمرګي بریدګر هم روزل.
نوموړي زیاته کړې؛ بیا به د هېواد نورو سیمو ته لیږدول کیدل، چې ځانمرګي او ورانکاري بریدونه وکړي.
دغه راز افغان ځواکونو، چې تازه دا سیمه له ترهګرو پاکه کړې وایي، د پاکستان پوله ساتو ځواکونو دوی ته وسلې او پوځي تجهیزات برابرول.
پوله ساتي سرتېري سلطان عزیز پاچا ویلي؛ په وروستیو کې افغان ځواکونو د ترهګرو د ځپلو لپاره عملیات وکړل، چې په پایله کې یې دا سیمه له طالبانو پاکه کړه.
د ننګرهار د مهمند درې ولسوالۍ د غوړکي کلي اوسیدونکی رحمت الله وایي، ډله ییز قبرونه هم دغلته له تر سره شوي ناورین پرده پورته کوي او ماشومان هم په دې ځای کې د ترهګرو له لاسه آرام نه ول. هغه زیاته کړې، طالبانو پرې له پولې په زوره مهمات هم رالیږدول.
له ډیورنډ فرضې کرښې سره په خوا کې افغان ځواکونه وایي، د پاکستان پوله ساتي ځواکونه ترهګرو ډلو ته چاودیدونکي توکي او مهمات برابروي او له دې لارې ترې ملاتړ کوي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د مومند درې ولسوالۍ د غوړکي کلي طالبانو ته د مهماتو او وسلو د لېږد خوندي لاره ده، چې اوس د وسلوالو له شتون پاک شوې ده.