تازه خبرونه
طالبان دې په روژه کې یرغلیز بریدونه ودروی- خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو یو شمېر ټویټونو کې له طالبانو غوښتي، چې په روژه کې دې خپل یرغلییز بریدونه ودروي.
نوموړي په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې: روژه طالبانو ته یو فرصت ورکوي، چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه؛ د بشري چارو لپاره اوربند ومني، چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودرول شي.
هغه له دواړو خواوو غوښتي، چې د بندیانو د خلاصون لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې دواړې خواوې باید د بندیانو خلاصون چټک کړي؛ د کووید -۱۹ ناروغۍ پر خلاف جګړې ته دې لومړیتوب ورکړي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته وکړي.
طالبانو تر دې دمه د دغو ټیویټونو په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښکېلې خواوې د ملکي تلفاتو پړه پر یو او بل اچوي.
تازه خبرونه
د امریکا ځانګړی استازی له بهرنیو همکارانو او افغان کډوالو سره د خبرو نیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست په روانه اوونۍ کې پاکستان، جرمني او سویس ته له ملګرو، افغانانو او د بشري مرستو له موسسو سره د خبرو لپاره سفر کوي.
یاد وزارت یکشنبه ناوخته (د سلواغې ۹ ) څرګنده کړه، چې توماس ویست به دغو هېوادونو ته په خپل څلور ورځني سفر کې له امریکايي همکارانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره پر سلا مشورو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس ویست د څلورورځني سفر موخه دا ده، چې له شریکانو او افغان کډوالو سره د هغو د ګڼو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي، چې دمګړۍ د افغانستان خلک، ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
توماس ویست تویت کړی: زه به د جنورۍ له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر ۴ پورې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړم، چې له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه مرستندویه موسسو سره د هغو غیر معمولي ننګونو په اړه مشوره وکړم، چې مونږ د افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یوو.
بهرنیو حکومتونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په وار وار د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه بېرته واخلي او افغان میرمنو او نجونو ته د زدهکړو، کار، سپورت او عامه ژوند کولو اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه کوم تعامل ته رسېدلي ندي.
تازه خبرونه
د سږني ژمي په طبیعي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت څرګنده کړې؛ په تېرو شل ورځو کې د سړې هوا او طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۱۷۰ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اورښتونو، واورې ورېدو او د ژمي د يخنۍ له کبله نږدې ٨٠زره څاروي له منځه تللي او د استوګنې ١٥٠ کورونه پوره يا نیمه ويجاړ شوي دي.
د طبیعي پېښو د تلفاتو د مخنیوي لپاره دغه وزارت له مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتي، چې اړمنو او ټپیانو ته د بشري مرستو رسول روان وساتي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي: بشري مرستې باید سیاسي نشي او په دې ناوړه وضعیت کې له هېوادونو او مرستندویه بنسټونو څخه غواړو، چې د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.
په ورته وخت کې سختې واورې په یو شمېر ولایتونو کې لارې تړلې دي.
د ټولګټو وزارت د مواصلاتي لارو او ټولو لویو لارو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.
دغه وزارت وايي، د سالنګونو لویه لار یوازې د مسافرو پر مخ خلاصه ده؛ خو د بامیانو د حاجيګګ کوتل تړل شوی دی.
سربېره پر دې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکیو درې ورځو کې له سختو واورو او بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې مرکز مشر محمد جمعه نوروزي ویلي: د هوا پېژندنې د بېلابېلو نقشو او موډلونو د تحلیل له مخې؛ په راتلونکیو درې ورځو کې به د هېواد په سویل، سویل ختیځ، ختیځو، مرکزي ولایتونو، کابل او سالنګونو په ګډون نسبتاً سخت بارانونه او واوره وورېږي.
تازه خبرونه
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي

د لوړو زدهکړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې سپارښتنه کړې، چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې د کانکور او پسرلني سمستر په ازموینو کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي.
دا ځل د خصوصي پوهنتونونو د ۱۴۰۲ ل.ل کال په کانکور ازموينه کې د نجونو پر ګډون هم بندیز ولګید. د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته امر شوی، چې د کانکور په ازموينه کې دې نجونې نه شاملوي او تر بل امر پورې دې انتظار وباسي.
په دغه لیک کې خبرداری ورکړ شوی، چې له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
یو شمېر نرینه او ښځینه زدهکوونکي وايي، له زدهکړو ناهیلي شوي دي.
زدهکړیاله آسیه جسور وايي، چې د روښانه راتلونکي لپاره هېی هيله نلري، ځکه ټولې دروازې يې پر مخ تړلې دي.
د چارو شنونکيو ويلي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز به هېواد شاته ټېلوهي او اسلامي امارت باید پدې پرېکړه له سره غور وکړي.
ډېري په دې باور دي، چې د ۱۴۰۲ ل. ل کال د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون له بندیزه داسې ښکاري، چې له زدهکړو او تحصیل څخه د نجونو د موقتي راګرزولو خبرې هم ناسمې بریښي او ښکاري، چې دا بندیزونه به دوام وکړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
معاون سرمنشی سازمان ملل: خواست امارت اسلامی از جامعه جهانی به رسمیت شناختن حکومت شان است
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان او روسیې له افغانستان سره پر عملي تعامل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې – د خواړو نړیوال پروګرام
-
نړۍ5 days ago
هند د می میاشتې په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون بلنه ورکړه
-
سوداگري3 days ago
په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت په هېواد کې معیاري ښوونیزو خدمتونو ته ژمن دی
-
نړۍ1 day ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه23 hours ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي