لوبی
ظاهر اسدکابل، زیتونکابل او سعادتنیمروز، شمسهرات؛ مات کړل

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو سیالیو د دوهیمې اوونۍ په لومړۍ لوبه کې د ظاهر اسدکابل لوبډلې د زیتونکابل لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د دوهیم ځل لپاره یې د ۶ نمرو پر توپیر بریا خپله کړه.
دغه ماښامنۍ لوبه د شنبې پر ورځ (د سلواغې ۲۹ ) د افغانستان فوتبال فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره شوه.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو د دوهیمې اوونۍ په دوهیمه لوبه کې سعادت نیمروز لوبډلې پر زړه راکښونکې لوبې ۱۲ د ۵ پر توپیر شمش هرات د بریا مخه ونیوله او د ۶ نمرو پر توپیر یې دوهیمه بریا هم خپله کړه.
د افغانستان فوتسال غوره لیګ په دوهیم پړاو کې ۱۰ لوبډلې( سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدیدغزني، پیروزيپنجشیر، صداقتکابل او شمسهرات) ونډه لري.
دا سیالۍ په ژوندۍ او انحصاري بڼه آریانا تلویزیون خپروي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف کرکټ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.
په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبدلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اوووه ویکټو پر زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.
بهیر شاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ مهم ونډه وال ول.
په دې لوبه کې عرب ګل مومند د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دې تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي عرب ګل مومند د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې غوره توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.
نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ضیا الرحمن هم پنېځه ویکټې واخیستې.
لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله
دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ د پنځوس آوریزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې له نیپال څخه ماتې وخوړه؛ خو د لومړۍ او دوهیمې لوبې د ګټلو له کبله یې دا لړۍ وګټله.
دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په ځواب کې افغانستان په ۲۰.۱ آورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۶ منډې جوړې کړې وې، چې لوبه د باران له کبله ودرول شوه. کله، چې وضعیت نور هم خراب شو؛ نو لوبڅارونکو د پایلې ټاکلو لپاره د DLS میټود څخه کار واخیست، چې له مخې یې نیپال د ۸۵ منډو پر توپیر د لوبې ګټونکی اعلان شو.
تېره اوونۍ د دې لوبلړ په لومړۍ لوبه کې افغانستان نیپال ته د ۱۳۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
په دوهیمه لوبه کې، چې د دې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه؛ افغانستان نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړې وه.
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
لوبی3 days ago
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه