لوبی

عینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه

عینو مېنه، چې له دې لوبې مخکې د نومرو په جدول کې یې اووم ځای درلود؛ پېنځه ګولونه ووهل. نبي مقدس او هدایت‌الله دوه ـ دوه ګولونه او امید ساحل یو ګول وواهه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۴, ۱۴۰۵

 

د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو د اووه‌پنځوسمې لوبې پر مهال عینو مېنه لوبډلې عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه.

عینو مېنه، چې له دې لوبې مخکې د نومرو په جدول کې یې اووم ځای درلود؛ پېنځه ګولونه ووهل. نبي مقدس او هدایت‌الله دوه ـ دوه ګولونه او امید ساحل یو ګول وواهه.

د عمر ځواک له لوري حاتم شېردل، شاداب ملک‌زاده، بلال احمد او اعظم‌الدین حاجي‌زاده هر یوه یو ګول وواهه؛ خو ونه توانېدل خپله لوبډله له ماتې وژغوري. عمر ځواک د نومرو په جدول کې درېیم ځای لري.

په دې سیالۍ کې د عینو مېنه لوبډلې لوبغاړو یو ژېړ او یوه سور کارټونه ترلاسه کړل. په داسې حال کې،  چې لوبڅار د عمر ځواک لوبغاړو ته دوه ژېړ کارټونه وښودل.

عینو مېنه لوبډلې اته خطاوې وکړې؛ دوه ځله آفسایډ شوه او څلور کارنرونه یې ترلاسه کړل؛ خو عمر ځواک لس خطاوې وکړې، نهه ځله آفسایډ شو او درې کارنرونه  یې ترلاسه کړل.

عینو مېنه له دې بریا سره درې ارزښتناکې نومرې خپلې کړې.

د افغانستان اتلانو لیګ لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې خپریږي او مېنه‌وال یې کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version