نړۍ
فنلنډ او سویډن غواړي له ناټو سره یوځای شي
په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب یوه وخت ناشونی ګڼل کېده او د دواړو هېوادونو خلکو له ناټو سره یوځای کېدو ته زړه نه ښه کاوه؛ خو پر اوکراین د روسیې یرغل د دې لامل شو، چې له ناټو سره یوځای کېدو ته لیواله شي.
د جرمني یوې راډیو او تلویزیوني شبکې په یوه مفصل راپور کې، چې له ناټو سره یې د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدو په اړه څېړنه کړې، څرګندوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره د کریمیه له یوځای کېدو او د سړې جګړې ناخوالو هم فنلنډ او سویډن دې ته اړ نکړل، چې له ناټو او د شمالي اټلانټیک له تړون سره یوځای شي.
فنلنډ په ځانګړې توګه نه غوښتل، چې خپل ګاونډ روسیه په غصه کړي او تل یې د نړۍ په سیاست کې د ختیځ او لویدیځ تر منځ د پل په توګه کار کړی دی.
فنلنډ دا رول د ۲۰۱۸ کال په هلسنګي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ په کتنه کې ترسره کړ؛ خو په وروستیو کلونو کې سویډن او فنلنډ ناټو ته نږدې شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ په وروستیو کې دواړو هېوادونو په ناروې کې د ناټو په سترو تمریناتو کې ګډون وکړ.
په فنلنډ کې دا اندېښنه مخ په زیاتېدو ده، چې دغه هېواد له روسیې سره د ۱۳۰۰ کیلومټره پولې له کبله ډېر زیانمن شوی دی.
دواړه هېوادونه اوس دې نتیجې ته رسیدلي، چې د ناټو له غړیتوب پرته په بېړني حالت کې د نورو لویدیځو هېوادونو بشپړ پوځي ملاتړ ترلاسه کولی نشي.
د روان کال له جنورۍ راپدیخوا په فنلنډ کې یوې نظر پوښتنې وښودله، چې یوازې ۳۰ سلنه له ناټو سره د یوځای کیدو غوښتنه لري؛ خو د مارچ په پای کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ۶۰ سلنې ته پورته شوه او خلکو له ناټو سره د دې هېواد له یوځای کېدل وغوښتل او دا لیوالتیا مخ پر ډېرېدو ده.
د فنلنډ حکومت د چارشنبې پر ورځ د خپلې بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ په اړه یو راپور خپور کړ.
د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيسټو ويلي، چې غواړي په ناټو کې د شاملېدو لپآره د هېوادوالو پرېکړه پارلمان ته وړاندې کړي او د اکثريت قانون جوړونکیو رضايت خپل کړي؛ خو واکمن کیڼ اړخي ګوند په ناټو کې د خپل هېواد له غړیتوب سره مخالفت ښکاره کړ.
دغه راز سویډن له ناټو سره د یوځای کیدو پلوي دی.
په سویډن کې هم ډېري خلک خپله دودیز پوځي خپلواکۍ د ویاړ وړ بولي؛ ځکه له تېرو ۲۰۰ کلونو څخه راپدیخوا په جګړه کې ښکېل شوي ندي. دې ناپیلتوب د شلمې پېړۍ له نړیوالو جګړو څخه د سویډن په ژغورلو کې مرسته کړې ده.
په هرصورت د سویډن ډېر خلک اوس غواړي، چې له ناټو سره یوځای شي.
په یوه ټولپوښتنه کې، چې د اوکراین د جګړې له پیل څخه لږ وروسته ترسره شوې، نږدې نیمایي ځواب ویونکیو له ناټو سره د خپل هېواد یو ځای کېدل غواړي، خو یوازې څلورمه برخه یې په ښکاره مخالفت کوي.
په سویډن کې سیاسي وضعیت یو څه پیچلی دی او ټاکل شوې، چې پارلماني ټاکنې په روان مني کې ترسره شي او په دې وروستیو اوونیو کې له ناټو سره د یو ځای کیدو مسله هم مخ پر زیاتېدو ده.
د سویډن د صدراعظمې مګدالینا اندرسن واکمن سوسیال ډیموکراټان په دودیز ډول په ناټو کې د دې هېواد له غړیتوب سره مخالفت لري، خو مخالف ګوندونه له دې مسلې څخه ؛ټه پورته کوي او پر حکومت فشار راوړي، چې انتخاباتي کمپاین پیل کړي.
د سویډن د اپوزیسیون مشر الف کریسټرسن ژمنه کړې، چې که ټاکنې وګټي د ناټو غړیتوب لپاره به غوښتنه وکړي.
دغه راز له ناټو سره د فنلینډ او سویډن یوځای کېدل به د دواړو هېوادونو لپاره خوندي نه وي. روسیې په وار وار د ناټو له غړیتوب سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په دې وروستیو کې ویلي، چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب کولی شي اروپا بې ثباته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د فبرورۍ په وروستیو کې ګواښ کړی و، چې په ناټو کې د دواړو هېوادونو یوځای کېدل به “جدي پوځي او سیاسي پایلې” ولري.
نړۍ
په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
