تازه خبرونه
قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې د اورکم غوښتنه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په اسلام آباد کې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره له ناستې وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ که ټول مسوولیت د طالبانو پر اوږو واچول شي، دا به حقیقت نه وي.
قریشي ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریک څرګند کړي؛ خو اسلام آباد د اورکم غوښتنه کوي.
قریشي ټینګار کړی: زموږ غوښتنه دا ده، چې باید د [ تاوتریخوالي] کچه راټیټه شي او د اوربند پر لوري د حرکت خنډونه لرې کړي؛ ځکه، چې د یو ځواکمن افغانستان لپاره هراړخیز او ټولګډونه جوړجاړي ته اړتیا ده.
قریشي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان د بېخبنا او اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.
هغه وایي: نړیواله ټولنه نشي کولی خپلې ژمنې ماتې کړي؛ که دوی غواړي د یو ځواکمن او باثباته افغانستان شاهدان وي، خپلې ژمنې باید پوره کړي. دوی باید د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره خپل مسوولیتونه روان وساتي.
دغه راز پاکستانيو چارواکي ویلي، چې له طالبانو سره په کتنه کې دوی (طالبانو) منلې، چې دوامداره شخړه نه د دوی په ګټه دي او نه د افغانستان په ګټه.
د طالبانو او حکومت پلاويو تېره اوونۍ د سولې په خبرو کې درې اوونیزه دمه رامنځته کړه، چې موخه یې پر وړاندیزونو مشورې ونومول شوې او د خبرو د بیا پیل نېټه هم د مرغومي و منل شوه ۱۶؛ حکومتي پلاوی کابل ته راغی او طالب پلاوی په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته سفر وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د طالبانو د سیاسي کمیسیون د پلاوي لیدنه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده، چې د افغانستان د سولې خبرو اترو د آسانتیا لپاره، چې د روان کال سپټمبر پر ۱۲ پیل شوې؛ لاسرسي ولري.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: پاکستان به په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات او هوساینې لپاره د هر اړخيز، پراخ بنسټه او هراړخیز سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړي.
دغه راز څرګنده شوې، چې د سولې بهیر ښکېلې ټولې خواوې باید خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.
تمه کیږي، چې دغه پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.