Connect with us

تازه خبرونه

قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې د اورکم غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په اسلام آباد کې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره له ناستې وروسته یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ که ټول مسوولیت د طالبانو پر اوږو واچول شي، دا به حقیقت نه وي.

قریشي ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریک څرګند کړي؛ خو اسلام آباد د اورکم غوښتنه کوي.

قریشي ټینګار کړی: زموږ غوښتنه دا ده، چې باید د [ تاوتریخوالي] کچه راټیټه شي او د اوربند پر لوري  د حرکت خنډونه لرې کړي؛ ځکه، چې د یو ځواکمن افغانستان لپاره هراړخیز او ټولګډونه جوړجاړي ته اړتیا ده.

قریشي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان د بېخبنا او اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.

هغه وایي: نړیواله ټولنه نشي کولی خپلې ژمنې ماتې کړي؛ که دوی غواړي د یو ځواکمن او باثباته افغانستان شاهدان وي، خپلې ژمنې باید پوره کړي. دوی باید د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره خپل مسوولیتونه روان وساتي.

دغه راز پاکستانيو چارواکي ویلي، چې له طالبانو سره په کتنه کې دوی (طالبانو) منلې، چې دوامداره شخړه نه د دوی په ګټه دي او نه د افغانستان په ګټه.

د طالبانو او حکومت پلاويو تېره اوونۍ د سولې په خبرو کې درې اوونیزه دمه رامنځته کړه، چې موخه یې پر وړاندیزونو مشورې ونومول شوې او د خبرو د بیا پیل نېټه هم د مرغومي  و منل شوه ۱۶؛ حکومتي پلاوی کابل ته راغی او طالب پلاوی په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته سفر وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د طالبانو د سیاسي کمیسیون د پلاوي لیدنه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده، چې د افغانستان د سولې خبرو اترو د آسانتیا لپاره، چې د روان کال سپټمبر پر ۱۲ پیل شوې؛ لاسرسي ولري.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: پاکستان به په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات او هوساینې لپاره د هر اړخيز، پراخ بنسټه او هراړخیز سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړي.

دغه راز څرګنده شوې، چې د سولې بهیر  ښکېلې ټولې خواوې باید خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.

تمه کیږي، چې دغه پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.

تازه خبرونه

افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

Published

on

دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.

د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!