سوداگري
قزاقستان د اړتیا وړ معدني اومه توکي له افغانستان څخه واردوي
د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.
د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایوف ویلي، چې هېواد یې د فلزاتو د ویلې کولو فابریکو او فلزي صنعتونو د اړتیا وړ اومه توکو د برابرولو لپاره له افغانستان او قرغزستان سره هوکړې کړې دي.
د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې د تولید نسبي کمښت د ځینو صنعتي ودانیو د پلان شویو رغنیزو او د کورنیو معدني زېرمو د تدریجي کمېدا له کبله رامنځته شوی دی.
د قزاقستان د صنعت وزیر زیاته کړې، د اومه توکو د پرلهپسې برابرونې لپاره د نویو تدابیرو له پلي کېدا سره د دې سکټور فعالیت د کال د لومړیو پېنځه میاشتو پر پرتله ۱.۸ سلنه ښه شوی دی.
هغه ویلي، چې کورنیو تولیدوونکو د مسو، جستو او سرو زرو د اومه توکو عرضه زیاته کړې، د جستو د غليظو معدني توکو لېږد بېرته پیل شوی او له افغانستان او قرغزستان څخه د معدني اومه توکو د واردولو لپاره هم هوکړې شوې دي.
ناګاسپایوف همداراز ویلي؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د قزاقستان د تولیدي سکټور وده ۹.۸ سلنې ته رسېدلې، چې تر ډېره د نویو فابریکو او صنعتي پروژو د پرانیستې پایله ده.
هغه ویلي؛ تر اوسه د ۲۵۲ میلیارډ ټنګو پر ارزښت ۷۴ پانګیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې له ۴ زره او ۳۰۰ څخه ډېرې دایمي دندې یې رامنځته کړې دي.
د قزاقستان حکومت پلان لري، چې د روان کال تر پایه د ۱.۷ ټریلیون ټنګو پر ټولیز ارزښت ۲۰۰ نورې پانګیزې پروژې هم عملي کړي.