تازه خبرونه
قطري مشر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي سره وکتل
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان د خپلواکه ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوغلو سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اعلامیې له مخې؛ د قطر لومړي وزیر د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې د هیلو د پوره کولو په برخه کې د خپل هېواد ځواکمن او ملاتړی دریځ تازه او همدارنګه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه د ملګرو ملتونو له هڅو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ لپاره د قطر له پرلهډپسې هڅو هرکلی وکړ.