تازه خبرونه
قطر په افغانستان کې پر خپل فعال نړیوال دریځ یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ
د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې د قطر د دایمي ماموریت دوهیم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې د بشري حقونو شورا په دریشپېتمه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د متقابل بحث په ترڅ کې کړې دي.
قطر یو ځل بیا د افغانستان په تړاو د منځګړیتوب، د خبرو اترو د کوربهتوب او د نړیوالې اجماع او همغږۍ لپاره د زمینې د برابرولو په اړه پر خپل فعال نړیوال دریځ ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې د قطر د دایمي ماموریت دوهیم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې د بشري حقونو شورا په دریشپېتمه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د متقابل بحث په ترڅ کې کړې دي.
عبدالله بن علي بهزاد ویلي، افغانستان اوس هم د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲ میلیون کسان، چې د هېواد د وګړو شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې؛ دغه ناورین د ناامنۍ، اقتصادي کمزورۍ، اقلیمي بدلونونو، د خلکو بېځایه کېدا، د بودجې او بشري مرستو د کموالي، د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدا، د بندیزونو د دوام او د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدا له کبله نور هم سخت شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د خوړو د نهخوندیتوب ګواښ هم له ۴.۷ میلیون څخه ډېر کسان، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون یې ماشومان دي؛ ګواښي.
د قطر استازي ټینګار کړی، چې د ماشومانو او نجونو له زدهکړو ملاتړ، اوس هم د دې هېواد له لومړیتوبونو څخه دی.
هغه ویلي، قطر د سلګونو افغان ماشومانو په ایستلو کې مرسته کړې او هغوی ته یې سرپناه، پالنه، رواني ملاتړ، خواړه او زدهکړې برابرې کړې دي.
بهزاد ویلي، چې د قطر پراختیايي صندوق او «ښوونه تر هر څه پورته» بنسټ له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د هغو ۳۰ زره افغان زدهکوونکو د زدهکړو ملاتړ کړی، چې له زدهکړو پاتې دي.
هغه همداراز ویلي، چې د قطر سرې میاشتې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د زدهکړو له برخې سره خپلې مرستې روانې ساتلې دي.
د بهزاد د څرګندونو له مخې، د قطر خیریه ټولنه د قطر د پراختیايي صندوق پر تمویل، افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او داخله ناروغانو لپاره د یوه تخصصي روغتون د جوړولو او سمبالولو پروژه هم پلي کوي.
د قطر استازي ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې او د امنیت، ثبات او پراختیا لپاره د هغوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره باید هر اړخیزه تګلاره غوره شي؛ داسې تګلاره، چې بشري مرستې له مسوولانه سیاسي تعامل سره وتړي.