سیمه ییز خبرونه
قطر په خپل هېواد کې د امریکا پر اډې د ایران برید سخت غندلی
د قطر لومړي وزیر شیخ آل ثاني د ایران او اسرائیل ترمنځ له اوربند سرغړونه، چې نن سهار وشوه د منلو وړ ونه ګڼله او وایي، چې دا ډول کړنې ډیپلوماټیکې هڅې ننګوي.
د قطر لومړي وزیر د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره په خپل هیواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید “د نه منلو وړ عمل” وباله او ټینګار یې وکړ، چې دا برید په سیمه کې د قطر د ډیپلوماټیک رول څخه سرغړونه ده.
د قطر لومړي وزیر شیخ آل ثاني د ایران او اسرائیل ترمنځ له اوربند سرغړونه، چې نن سهار وشوه د منلو وړ ونه ګڼله او وایي، چې دا ډول کړنې ډیپلوماټیکې هڅې ننګوي.
د قطر لومړي وزیر د هېواد له دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه، چې د دوشنبې پر ورځ یې په قطر کې د امریکا پر اډو برید په بریالی شنډ کړ.
دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په قطر کې د امریکا پر العدید هوايي اډې د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته په روان زیات شوي تاوتریخوالي کې را،رته شوې.
د قطر حکومت تائید کړه، چې که څه هم ډېری توغندي شنډ شوي؛ یو توغندی پر اډه ولګېد؛ خو هیڅ تلفات یې ندي اړولي. د قطر حکومت دا برید وغانده او له ټولو خواوو یې وغوښتل؛ د خبرو اترو میز ته راستانه شئ، چې د نور تاوتریخوالي زیاتېدا مخه ونیسي.
شیخ آل ثاني په خپله وینا کې د سیمهییز ثبات او امنیت د ډاډمن کولو لپاره د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د اوسني تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو کوربتوب ته هم د قطر چمتووالی تکرار کړ.
