تازه خبرونه

له افغانستان سره تعامل د بې‌ثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

Published

on

 

د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بې‌ثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.

توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive  خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشه‌یي توکو قاچاق رانغاړي.

هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو له‌خوا ډکه شوې ده.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.

توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نه‌دی.

هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عمل‌ګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.

دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.

توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونه‌ګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version