تازه خبرونه

له افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي

اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »

Published

on

د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه په خپله وینا کې دا هم ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ښېګڼه لري او هغه د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی دی.

اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »

نوموړي زیاته کړې: « مونږ که کومه ښېګڼه لرو، هغه افغانستان او منځنۍ آسیا ده. تاسې له افغانستان سره لارې وتړلې او سوداګري مو ودروله؛ له همدې کبله د پېښور صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.»

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې سیاسي اختلافات له اقتصادي چارو سره ونه‌تړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.

هغه ویلي: « د خدای لپاره زمونږ له خلکو سره دا بې‌انصافي مه کوئ او له سوداګرۍ څخه د سیاسي غچ وسیله مه جوړوئ. له هند سره سوداګري کوئ که نه او د واګې لاره پرانیستې وي که تړلې، تاسې آن په روانه جګړه کې هم له ایران سره سوداګري کوئ.»

اسد قیصر همداراز د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ او څرګندوي؛ که اړتیا وي د دواړو لوریو مشران کولی شي د جرګو له لارې هم ستونزو ته حل ولټوي.

هغه ویلي: « که امریکا او ایران د خپلو لویو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته کېناستلی شي، تاسې هم خپلې اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړئ. که دا لاره بریالۍ نه‌شوه؛ مونږ چمتو یوو، چې د جرګو له لارې ستونزې حل کړو؛ خو خلکو ته اجازه ورکړئ، چې سوداګري وکړي او حلاله روزي وګټي.»

د اسد قیصر څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې د لارو تړل کېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کمېدا د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Trending

Exit mobile version