تازه خبرونه

له افغانستان څخه دفاع مو شرعي او نړیوال حق دی- عبدالسلام حنفي

عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې په کابل کې د يوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستې په مراسمو کې کړې دي.

Published

on

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ويلي، که څوک وغواړي زمونږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ له افغانستان څخه دفاع مو شرعي او نړیوال حق دی.

عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې په کابل کې د يوه سوداګريز کمپلکس د پرانيستې په مراسمو کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: « که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ په هغه صورت کې له افغانستان څخه دفاع مو شرعي او نړیوال حق دی. که څوک مو پر ډبره ووهي؛ مونږ اړ یوو، که پر ډبره یې ونه‌شو وهلی پر لوري یې یوه لوټه غورځولی شو.”

حنفي یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر تعامل او ښو اړیکو ټینګار وکړ او وایي، چې د ګاونډ هېوادونو تر منځ کړکېچ د هیچا پر ګټه ندی.

هغه زیاته کړې: « دا د هیڅ ګاونډ پر ګټه نده، چې تر منځ یې تاوتریخوالی وي. څومره، چې اړیکې ښې وي؛ هومره د ګاونډ هېوادونو پر ګټه وي. له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت تل له دې سوله‌ییز سیاست او دوستانه اړیکو ملاتړ کوي.»

نوموړی څرګندوي؛ « د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت تګلاره دا ده، چې مونږ له هر چا سره مثبت تعامل غواړو.»

Trending

Exit mobile version