تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا وتل ښکاره ماته ده – د بایډن زوی
هغه ټینګار کړی، چې په دې بهیر کې د ۱۳ امریکایي سمندري سرتېرو مړینه د وتلو د مدیریت ناکامي پر ګوته کوي.
د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن زوی هانټر بایډن د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر د خپل پلار پر کړنو څرګنده نیوکه کړې او دا یې «یوه ښکاره ماته» ګنلې ده.
هانټر بایډن د دوشنبې پر ورځ په “شان رایان شو” ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه په اصولو کې سمه وه؛ خو هغه لار، چې پلي شوه ناسمه او بیه یې ډېره وه.
هغه ټینګار کړی، چې په دې بهیر کې د ۱۳ امریکایي سمندري سرتېرو مړینه د وتلو د مدیریت ناکامي پر ګوته کوي.
هغه زیاته کړې: “یوه ناکامي له افغانستان څخه د وتلو بڼه ده، چې یوه ښکاره ماته وه. که څه هم پړه د جنرالانو پرغاړه ده یا هغې لار ده، چې پلې شوه؛ خو په پای کې یې مسوول ولسمشر و.”
په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنې جګړې ته په نغوته کې هانټر بایډن ویلي، چې دا هېواد د “امپراتوریو لپاره د وژنې ځای” ګرځېدلی او جګړې میلیارډونه ډالر لګښت او په زرګونو انساني زیانونه لرل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا په دوه لسیزو کې له اته ټریلیون ډالرو ډېر ولګول. که څه هم وتل اړین ول؛ خو په ښه توګه یې مدیریت هم شونی و.
هغه د اوسني وضعیت یو څه مسوولیت د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر غاړه هم واچاوه؛ خو ټینګار یې وکړ، چې وروستۍ پرېکړه او اصلي مسوولیت یې د هغه وخت ولسمشر ته راګرځي.
هانټر بایډن د مرکې په یوه بله برخه کې د امریکا د مهاجرت د پالیسیو په اړه هم له نیوکې ډک دریځونه څرګند کړي او دا هم وایي؛ ډاډه ندی، چې له ډیموکراټ ګوند سره به سیاسي تړاو روان وساتي.
هغه ټینګار کړی، چې امریکا قانوني او خوځنده مهاجرت ته اړتیا لري؛ خو د مهاجرینو غیرقانوني راتګ او د هېواد پر سرچینو یې فشار د منلو وړ ندي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د مهاجرت پالیسۍ او له افغانستان څخه د امریکا وتل د دې هېواد په سیاسي فضا کې جنجالي مسلې ګڼل کیږي.