تازه خبرونه
له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي
د ایران-ایرنا دولتي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ شرافتیراد پرون (شنبه د لړم دولسمه) ویلي، چې په خراسان ولایت کې د افغانستان له اسنادو پرته کډوال له پېژندلو او نیولو وروسته د دوغرون له لارې شړل کېږي.
د ایران د خراسان رضوي ښار د بهرنیو وګړو او مهاجرینو د چارو مشر حسین شرافتیراد ویلي، چې هره ورځ له درې زره ډېر غیر قانوني افغانان نیول کیږي او له قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته د دوغارون له پولې افغانستان ته شړل کیږي.
د ایران-ایرنا دولتي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ شرافتیراد پرون (شنبه د لړم دولسمه) ویلي، چې په خراسان ولایت کې د افغانستان له اسنادو پرته کډوال له پېژندلو او نیولو وروسته د دوغرون له لارې شړل کېږي.
دغه ایراني چارواکي تایباد ته په خپل سفر کې له هغې سیمې هم لیدنه وکړه، چې ناقانونه افغان وګړو ته یې د یوه کمپ د جوړولو وړاندیز کړی و.
ټاکل شوې، چې دغه کمپ د دوغرون پولې ته څېرمه د ایران د تایباد ښار په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.
د خراسان رضوي د بهرنيو وګړو او مهاجرينو د چارو عمومي رييس ويلي: پدې رسمي پوله د ناقانونه افغان مهاجرينو لپاره د کمپ جوړول د هغوى په تنظيمولو کې ستر رول او د مقاماتو ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.
له هغې وروسته، چې مسعود پزشکیان د ولسمشر په توګه کار پیل کړ؛ نو له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ورسره هم چټک شو.
ایراني چارواکو ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني افغان کډوال جبري وباسي.