تازه خبرونه
له متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان اور بل کړ – خلیلزاد
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زدهکوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان او داعش اور بل کړی دی.
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زدهکوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.
خلیلزاد زیاته کړې؛ دې هرکلي د داعش- خراسانۍ څانګه هم غصه کړې ده.
خلیلزاد وايي، چې دې ډلې یو ۱۲ قیقهیي غږیز پیغام خپور کړی او خپله غصه داسې ښیي: اسلامي امارت ښکاره د رښتینو مسلمانانو پر وړاندې له هندوانو او عیسویانو سره پر لاسونو روغبړ کوي.
همدارنګه ویل شوي، چې دا د هند لږ تر لږه ۲۰۰ میلیون مسلمانانو ته ښکاره سپکاوی دی.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت او پاکستان باید د وروستیو متقابلو بریدونو د دوام او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
خلیلزاد زیاته کړې: “له داعش- خراسان سره ملګرتیا به د پاکستان لپاره هوښیارانه اقدام نهوي.”
هغه د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
هغه په دې وروستیو کې لیکلي وه، چې امریکا کولی شي او باید هم مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیر خان متقي د اوکټوبر له نهمې څخه تر پېنځلسمې پورې په هند کې و او نن هېواد ته راستون شو.
