د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره مل ترسره شي.
ګوټرش د سېشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان په تېرو څو لسیزو کې «خپلې دروازې د هغو میلیونونو افغانانو پر مخ پرانیستې وې» چې د امنیت او خوندیتوب په لټه کې ول.
هغه ویلي:« د دې هېواد خلکو هر هغه څه، چې له دوی سره ول؛ له هغو کسانو سره یې شریک کړل، چې د خوندیتوب او امنیت لپاره دلته راغلي وه.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، دې ټولنې له پاکستان سره د کډوالو د خوندیتوب د اصولو د مراعاتولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې او غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانانو ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت پر ساتلو ترسره شي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د هغه څه په اړه« ژوره اندېښنه» څرګنده کړې، چې نوموړی یې« د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې دوامداره ګټه اخیستنه» وبلله. هغه له ملګرو ملتونو له سرمنشي او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو ننګونو د حل لپاره مرسته وکړي.
دغه راز د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له ګوټرش سره په لیدنه کې ورته اندېښنه څرګنده کړې ده.
زرداري ویلي:« پاکستان اوس هم له هغو ډلو څخه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د هغو ترهګریزو نیابتي ډلو د بهرني ملاتړ په اړه مو شواهد هم شریک کړي، چې پاکستان یې پر نښه کوي.»
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې باید د پاکستان یا د بل هیڅ هېواد پر ضد کار وانخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د غیرمسوولو وسلهوالو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نهدی.