تازه خبرونه
له پاکستان څخه نن د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو نوی پړاو پیل شو
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې نن ( د وري اووهویشتمه ) لسګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې پړاو کې اسلامآباد هغه کسان هم جبري وباسي، چې د اوسیدو اجازه لري.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاريویلي؛ اسلامآباد باید هغه کسان ونهشړي، چې قانوني اسناد لري.
نوموړي له اسلامآباده غوښتي؛ هغه کسان دې نه وباسي، چې قانوني اسناد لري.
دی وایي؛ پریږدئ، چې کډوال په تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل چمتو دی، چې بېرته راستنیدونکیو کډوالو ته رسیدنه وکړي.
په دې پړاو کې هغه مهاجرین هم ایستل کیږي، چې د پاکستان حکومت ورته “ACC” یا “POR” اسناد وېشلي دي. له دې ډلې ۸۵۰ زره افغانان دغه ډول اسناد لري .
تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال جبري او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یو میلیون او پېنځه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.