تازه خبرونه
له کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه ۱۰۰۸ انجنیران د لیسانس او ماسترۍ پر کچه فارغ شول
Last Updated on: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۴
د لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړی، چې له کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه په یولړ مراسمو کې یو زر او اته انجنیران د لیسانس او ماسترۍ پر کچه فارغ شول.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په دې مراسمو کې فارغان د نظام، ټولنې او کورنۍ پر وړاندې مسوول وبلل او د زدهکړو د دوام او پرلهپسې زدهکړې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
ندا محمد ندیم ویلي: «د فراغت سند تاسې ته د یو عادي کاغذ په توګه نه درکول کېږي، بلکې دا یو ستر امانت دی او له دې وروسته تاسې د نظام، ټولنې او خپلې کورنۍ پر وړاندې ستر مسوولیتونه لرئ.»
د دې فارغانو څخه ۷۵۷ انجنیران د لیسانس له کچې او ۲۵۱ انجنیران د ماسترۍ له پروګرام څخه فارغ شوي دي.