سوداگري
له ۱۲ تنو ډېر مغزي جلغوزي اروپا ته صادر شوي

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې په لومړي ځل د مغزي جلغوزيو څه باندې دوولس ټنه اروپا ته صادر کړیدی.
یوه خصوصي شرکت د مغزي جلغوزیو شاوخوا ۱۲ ټنه له پروسس وروسته جرمني ته د لیږلو لپاره چمتو کړي دي. که څه هم تر اوسه د صادروونکیو د صادراتو ستونزې په بشپړه توګه حل شوې نده؛ خو د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو ریاست مسوولین وايي، چې د ۵۰۰ زره امریکايي دالرو پر ارزښت دا مغزي جلغوزي به د اسلام کلا له بندر څخه ایران ته او بیا ترکیې ته ولېږدول شي.
د هرات صادراتي شرکتونه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو جلغوزي راټولوي او له پروسس وروسته يې د نړۍ بازارونو ته صادروي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سید مسعود سادات ویلي؛ د لویديځ زون د صادروونکیو اتحاديه هر کال شاوخوا د ٢٥٠ ميليون دالرو پر ازښت بېلابېل توکي آسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادروي.
د هېواد د لویديځ زون د صادروونکیو ټولنې مرستیال محمود اکرمي وايي؛ هر کال د وچې او تازه میوې او حيواني محصولاتو په ګډون له پنځوسو ډېر بېلابېل توکي بهر ته صادريږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې زیاتره صادرات د هېواد له لویدیځو سیمو څخه ترسره کېږي.
د هرات د صنایعو او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د هېواد د لوړ کيفيت لرونکو توکو د صادراتو د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي. د هېواد له لوېدیځو سیمو څخه ډېر توکي بهر ته صادرېږي؛ خو د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره نورو ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
دا مهال شاوخوا ۱۲۰ شرکتونه د وچې او تازه میوې، د طبي بوټو، حیواني محصولاتو او جلغوزیو په صادراتو بوخت دي او په سلګونو کسان په دغو شرکتونو کې کار کوي.
سوداگري
د سیګار وروستی راپور له حقیقته لرې دی – اسلامي امارت

د اسلامي امارت مالیې وزارت په افغانستان کې د انجوګانو او موسساتو په اړه د سیګار وروستی راپور له حقیقته لرې ګڼي او رد یې کړ.
په هغې اعلاميه کې، چې پرون (يکشنبه د سلواغې ١٦) د دغه وزارت لخوا خپره شوې راغلي: د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي تفتش دفتر سيګار د امريکا کانګرس ته په خپل درې مياشتني راپور کې ادعا کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت له هغو ادارو او بنسټونو څخه، چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي؛ د جواز د فیس، مالیې او اداري فیسونو تر نامه لاندې پیسې ترلاسه کوي او افغانستان ته د عوایدو لویه برخه چمتو کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت یاد راپور له حقیقته لرې ګڼي او هغه پوره ردوي.
په اعلاميه کې ويل شوي: ماليې وزارت هغه موسسې او انجوګانې، چې د بشري مرستو په برخه کې فعال دي؛ مالیه ورته بښلې.
د مالیې وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د دغو موسسو لخوا پر وارد شویو توکو ګمرکي تعرفه صفر ته رسېدلې او د یادو بنسټونو مالونه له مالیې پرته هېواد ته داخلېږي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له بهرنيو موسسو او بنسټونو څخه يوازې د جواز پیسې اخيستل کېږي، چې هغه کمه اندازه ده او قانوني چوکات لري او له نورو هېوادونو سره انډول وي او د افغانستان پر ملي عايد هیڅ اغېز نکوي.
مالیې وزارت ډاډ ورکړی، چې د مالیې وزارت په ګډون د اسلامي امارت ټول ارګانونه د هغو ادارو او انجوګانو لپاره، چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي اداري، مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دي او د بشردوستانه مرستو په وېش او لیږلو کې دوی ورسره همکار دي.
سوداگري
افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه

پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان او افغانستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړې ده.
د دی نيوز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان پلاويو په تېرو درې ورځو کې د دوه ګونه مالياتو د مخنيوي کنوانسيون په اړه د خبرو اترو د درېيم پړاو لپاره په اسلامآباد کې سره وکتل.
په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي ریاست د حقوقي او پالیسۍ خدمتونو رییس ندا محمد صدیقي کوله او د عوایدو د فدرالي بورد د نړیوالو مالیاتي فعالیتونو عمومي رییس ساجدالله صدیقي د پاکستاني لوري مشري کوله. دواړو پلاویو د ۲۰۲۱ ز. کال په دسمبر کې د اسلامآباد پر کوربتوب د خبرو اترو د دوهم پړاو پر پاتې ټولو مسلو بشپړې خبرې وکړې.
خبرې اترې په دوستانه فضا کې ترسره شوې اودواړو لوریو خپل نظریات وړاندې کړل. له بشپړو خبرو وروسته دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي لپاره د کنوانسیون پر مسودې هوکړه وکړه.
د غونډې په پای کې د پاکستان د عوایدو د فدرالي بورد رییس عاصم احمد پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر له کبله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي کنوانسیون به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغې طرحې لاسلیکول یو بل اړین ګام بللی دی.
محمد صادق تویت کړی: له دې پړاوه تېرېدو شاوخوا ۱۲ کاله ونیول. پانګوال، قراردادیان او د دواړو خواوو سوداګر به د پام وړ ګټه ترې پورته کړي.
سوداگري
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست څرګنده کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي له لارې د مالونو لیږد رالېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي پټلۍ په موقتي توګه تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د ریلپټلۍ په تخنیکي او عملیاتي برخو کې کومه ستونزه نشته او د ازبکستان لخوا تړل شوې ده.
مجاهد د ریلګاډي پټلۍ تړل لنډمهاله ګڼي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې صبر زغم ولري او د اړتيا وړ توکي د آقینې- اندخوى د ریلګاډي پټلۍ له لارې وارد کړي.
د افغانستان د ریلګاډي ادارې د حیرتان – ازبکستان د ریلپټلۍ د موقتي بندیدو د علت له بیانولو سره ویل چې دا اداره له تېرو درې میاشتو راپدیخوا د ریلپټلۍ د ټولو چارو د مدیریت په سپارلو بوخته ده او په راتلونکیو دوه ورځو کې به یو پلاوی افغانستان ته راواستوي. له افغانستان څخه به ازبکستان ته ولاړ شي، چې پدې اړه وروستی هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د افغانستان د ریلپټلۍ ویاند زیاته کړې: د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته به د حیرتان- مزارشریف له لارې د ترانسپورت بهیر یو ځل بیا پیل شي او په عادي توګه به دوام وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ، چې د افغان لوري او د ازبکستان د ریلګاډي د چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزار شریف د ریلګاډي د پټلۍ مسوولیت له ازبکستان څخه افغانستان ته سپارل شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د حيرتان- مزارشريف د رېلپټلۍ د غزولو مسووليت، چې له تېرو يوولس کلونو راپدیخوا د سوګديانا ترانس نومي ازبکي شرکت لخوا پر مخ وړل کېده، چې د یوه منظم مهالوېش له مخې به د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته ولېږدول شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي
-
نړۍ3 days ago
په لاتينه امريکا کې د چين د څارنې یو بل شکمن بالون ولیدل شو- امريکا
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه
-
تازه خبرونه1 day ago
روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو کوم پلان نلري – کابلوف
-
تازه خبرونه2 days ago
د احمدشاه بابا له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې
-
لوبی1 day ago
د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ ډالۍ اعلان شوې
-
لوبی2 days ago
ګلف جایانتز لوبډلې د کرکت نړیوال شل آووریز لیګ بل پړاو ته لار ومندله