Connect with us

تازه خبرونه

ماین چاودنې په کندهار کې دوه رومانیایي سرتېري ټپیان کړل

خپور شوی

د

بهرنیو ځواکونو څرګنده کړې، چې د افغانستان په کندهار ولایت کې د دوی دوه رومانیايي عسکر ماین چاودنې ټپیان کړي دی.

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دغو ځواکونو د ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې پراته ناتو ځواکونو په ډاګه کړې: د اکتوبر پر ۲۱ په کندهار کې د ناتو ځمکني دفاعي ځواکونه د ګزمې په اړوند سیمه کې له ماین چاودنې سره مخ کیږي، چې دوه رومانیايي سرتېري یې ټپیان کړل. ائتلافي ځواکونه د خپلې قرارګاه شاوخوا منظم ګزمه تر سره کوي.

د رومانیا دفاع وزارت ویلي؛ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د ماین او کمین ضد ځواکونو موتریز کاروان یې ګزمه کوله.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي: د وروستي موتر له تېریدو سره ماین چاودنه کړې، چې په کې دوه افسران هر یو آدریان ایوان سیفراک او لوسیف لوان ریمن ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا په دوحه کې د  ښکېلو لوریو تر څارنې لاندې د سولې خبرې پیل شوي او له بلې خوا په هېواد کې ورځ تر بلې د تاوتریخوالی کچه مخ پر لوړیدو ده.

تازه خبرونه

کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.

«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنا‌لېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې

نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.

نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګه‌والو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې له سېلابونو څخه د مخکني خبرداري سیسټمونه ولګول شول

یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.

Published

on

د کندهار ولایت د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO بنسټ پر مالي ملاتړ د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ د کنډک مانده او کښته شاوليکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو او چوغک مانده په اړوند سیمو کې درې د مخکني خبرداري سیسټمونه نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د یاد بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سیسټم له بېلابېلو تخنیکي برخو  جوړ او په لاندې څو برخو کې فعالیت ترسره کوي:

۱: کله، چې سیلابي مانده راشي او خلک ویده یا له خطر څخه ناخبره وي؛ سیسټم زنګ وهي او کلیوال له احتمالي خطر څخه خبروي.

۲: دغه سیسټم د نصب شوې ساحې د اوبو اندازه او د اوبو سرعت معلوموي، چې د خطر د کچې په ارزونه کې یې  اړین رول لري.

همدارنګه د یاد سیسټم د غوره کارونې لپاره ۵ رضاکاران روزل شوي، چې د سیسټم د زنګ وهلو پر مهال د خبرتیا لپاره نور کلیوال هم خبر کړي.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.

ویل کیږي، چې د دې سیسټم پر نصب نرینه، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کېږي او د ټولنې د خوندیتوب کچه هم ورسره لوړېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!