تازه خبرونه

« ما مې مور ته بوځئ!» – د ګردي کڅ له غمیزې ژوندی پاتې ماشوم

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ له ګردي کڅ څخه یوه زړه دردوونکې ویډیو د زرګونو لیدونکو ولولې خپلې کړي دي.

Published

on

د ننګرهار د ګردي کڅ له غمیزې ژوندی پاتې ماشوم؛ د خپلې کورنۍ غړي غواړي.

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ له ګردي کڅ څخه یوه زړه دردوونکې ویډیو د زرګونو لیدونکو ولولې خپلې کړي دي.

په ویډیو کې یو ماشوم، چې د پاکستاني پوځي رژیم له هوايي برید څخه ژوندی پاتې شوی؛ ژاړي او په ناآرامۍ د خپلې مور، خویندو او وروڼو د لیدلو غوښتنه کوي.

خپلوان او د سیمې اوسیدونکي هڅه کوي، چې هغه آرام کړي. دوی ورته وایي، چې د هغه د کورنۍ غړي په روغتون کې دي؛ خور ماشوم ټینګار کوي، چې ماورته بوځئ. هغه پرله‌پسې د خپلو عزیزانو نومونه اخلي؛ هیله لري، چې ویې ګوري.

دوه شپې مخکې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي برید کې د هغه د کورنۍ غړي شهیدان شول.

دا دردناکه ویډیو یو ځل بیا د پاکستاني پوځي رژیم د وروستیو هوایي بریدونو غونی ځیږوونکی ظلم څرګندوي. هغه ظلم، چې د انسان وجدان راویښوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته کوي.

آیا ګاونډي جنرالان به دا کوچنی ماشوم هم ترهګر بولي؟ آیا مور، پلار او خور یې هم ترهګره ول.”

د دې ماشوم دا حالت سړی لیونی کوي.

ای ربه!

دا غونی ځیږوونکې ژړا د پوځي رژیم لپاره وژونکې سزا وګرځوه!

Trending

Exit mobile version