تازه خبرونه
متحده عربي اماراتو د افغانستان کونړ ته د ژغورنې او لټون د ډلو د لېږلو امر وکړ
د متحده عربي اماراتو واکمن شیخ محمد سپارښتنه کړې؛ د ابوظبي له ملکي دفاع، ملي ګارد او ګډو عملیاتو قومندې څخه سیمې ته د ژغورنې او لټون ډلې ولېږل شي، چې د مرستې او ژغورنې په اړوند عملیاتو کې برخه واخلي.
متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د لټون او ژغورنې ټیمونو ته د لاسنیوي امر کړی، چې د تازه معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ۱۴۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۳۹۴ نور ټپیان دی او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
د متحده عربي اماراتو واکمن شیخ محمد سپارښتنه کړې؛ د ابوظبي له ملکي دفاع، ملي ګارد او ګډو عملیاتو قومندې څخه سیمې ته د ژغورنې او لټون ډلې ولېږل شي، چې د مرستې او ژغورنې په اړوند عملیاتو کې برخه واخلي.
سربېره پردې متحده عربي اماراتو زلزلهځپلو ته د مرستې او ملاتړ لپاره بېړنۍ بشري مرستې، خوراکي توکي، درمل او خېمې لېږلي دي.
د یکشنبې پر ورځ شاوخوا نیمه شپه له جلالآباد څخه ۲۷ کیلومټره لرې د رښتر ۶.۲ درجې زلزله وشوه، چې د نورګل، څوکۍ، مانوګي او چپې درې ولسوالیو څو کلي یې ویجاړ کړل.