تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Trending

Exit mobile version