تازه خبرونه

متقي د قطر په نړیوالو همکاریو کې د دولت له وزیرې سره وکتل

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د قطر په نړیوالو همکاریو کې د دولت له وزیرې لولوة الخطر سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل تویت کړی، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي ویلي؛ قطر تل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی.

متقي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه الخاطر ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او له هغې یې وغوښتل، چې د زړه د ناروغو ماشومانو په درملنه او د کرنیز تخم په برابرولو، د دیپلوماتانو د روزنې او د ورزشکارانو لپاره د لوبغالیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

دغه راز لولوة  الخطر ویلي، چې قطر له افغانستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوي او افغانستان ته د قطر د لومړي وزیر وروستی سفر د اړیکو د لا پراختیا څرګندونه کوي.

لولوة  الخطر زیاته کړې، چې د قطر خیریه موسسې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې پیل کړي او مونږ د افغانستان په روغتیا، پوهنې، کرنې، سپورت او داسې نورو برخو کې هم مرستو ته ژمن یوو.

هغې زیاته کړې: مونږ د یو داسې میکانیزم پر جوړولو کار کوو، چې له افغان حکومت سره پر همغږۍ دغه پروژې ژر تر ژره پیل شي.

د یادونې ده، چې په قطر کې د افغانستان سفیر محمد نعیم وردګ هم د سفارت اړوند یو شمېر ستونزې مطرح کړې او لولوة الخطر یې په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.

Trending

Exit mobile version