تازه خبرونه

محب له ایراني چارواکو سره د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې

Published

on

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن (سې شنبه  د مرغومي ۲) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او خپل سیال سره د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

حمدالله محب  نن د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تهران ته رسیدلی؛ له خپل ایراني سیال علي شمخاني او بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یې وکتل.

علي شمخاني له حمدالله محب سره په لیدنه کې ویلي: افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ارزښتونو او اړیکو له کبله د ایران په بهرني سیاست کې له ځانګړي ځای برخمن دی.

د ایرانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه ورته خپله اندېښنه په ډاګه کړه او په سیمه کې یې د ګډو ګواښونو او ګټو په اړه هم خبرې وکړې.

علی شمخاني په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ پر اړیکو او همکاریو ټینګار وکړ او د افغانستان له مشروع حکومته یې ملاتړ هم  څرګند کړ.

د راپورونو له مخې، د غونډې په بهیر کې د ایران د امنیت شورا سلاکار ویلي، چې امریکا غواړي قاسم سلیماني ته ورته نور ارزښتمن شخصیتونه ترور او په لویدیځه آسیا کې ناامني رامنځته کړي.

علي شمخاني ویلي؛ د ایران اسلامي جمهوریت اراده لري، چې د دغه تاریخي جرم له مرتکبینو او همدارنګه د امریکا او د هغې د پټو کارکوونکیو د تروریستي او امنیت ضد بریدونو د دوام د مخنیوي لپاره له دوی بدل واخلي او له سیمې یې وتلو ته اړ کړي.

دغه راز حمدالله محب له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

حمدالله محب ویلي: د افغانستان خلک او حکومت تل د ایران او ایرانیانو له مهربانۍ، مرستې او ملاتړ مننه کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ محب ویلي، چې له بده مرغه د امریکا او طالبانو تر منځ له تړون سره ـ سره طالبانو خپل بریدونه او ویجاړونکي کړنې ډېرې کړي؛ خو مونږ د خپلو قانوني او اصولي دریځونو له مخې د هغو د غوښتنو پر وړاندې ټینګار کړی.

ښاغلي محب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو پر مسلو، د سولې بهیر او سیمه ییزو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې حمد الله محب آذربایجان ته د یوه پلاوي مشري کړې وه او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ډاډ تر لاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version