سیمه ییز خبرونه
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.
مصر په پام کې لري، چې ډېر ژر د عربي مشرانو یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې به د فلسطینیانو د برخلیک په اړه جدي بدلونونه وڅېړل شي.
د مصر بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روان کال د فبرورۍ پر اووهویشتمه په دې هېواد کې د بېړنۍ غونډې له جوړولو خبر ورکړی دی.
د دې غونډې موخه د فلسطینیانو د برخلیک په اړه د جدي بدلونونو په اړه بحث کول دي.
دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په اړه، چې سیمهییز او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي؛ د اسرائیلو پر مرسته به “د غزې تړانګه ونیسي” او ورسره په بل ځای کې د فلسطینیانو له میشت کولو وروسته “د منځني ختیځ ساحلي خط” رامنځته کړي.
