Connect with us

تازه خبرونه

ملا برادر د هرات پاشدان بند پروژې د پاتې کار پرانیسته وکړه

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته د سفر پر مهال د پاشدان اوبو او برښنا بند د پاتې کار پیل اړین یاد کړ او څرګندوي، چې پخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د رییس  الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي؛ د پاشدان بند پروژه يوه اړینه ملي پروژه ده، چې هڅه کیږي په خپل وخت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د دغه بند د جوړېدو چارې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا روانې دي، چې په دې موده  کې یې د کار بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ شوی؛ خو اوس له درې کلن ځنډ وروسته د دغې پروژې چارې پیل شوې.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانستلو پر مهال ویلي؛ د اوبو بندونه جوړول د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی.

د دغه بند پر جوړولو څه باندې ۱۱۷ میلیون ډالره لګښت راځي، چې نږدې ۸۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به په بشپړ ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۶۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونه کسانوته د کار زمینه برابره شي.

د اوبو دغه بند د هرات د کرخ ولسوالۍ پر سیند جوړیږي، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا یې کار ځنډنې روان دی. اوس اسلامي امارت هوډ کړی، چې د دغې ملي پروژې چارې بشپړې کړي.

د پاشدان اوبو او برېښنا بند د جوړېدو چارې د یوه کورني شرکت له لوري د آذربایجاني شرکت پر همکارۍ پر مخ وړل کېږي.

د دې پروژې انجنیر عبدالله غازي زاده ويلي، د اوبو او برښنا دغه بند تر ډېره د کرنې او څښاک د اوبو لپاره جوړېږي، چې د اوبو د زیرمو د ښه مدیریت لپاره به شاوخوا ۷۳ کیلومټره واړه او لوی کانالونه هم ولري.

اوس‌مهال په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي.

ویل کیږي، چې دغه بند ۵۴ میلیون مټر‌مکعب اوبه زیرمه کوي، چې د کرنې او څښاک صحي اوبو لپاره به وکارول شي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه درېدلی دی – ابراهیم صدر

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر د یوه پلاوي پر مشرۍ پنجشېر ته په سفر کې د دې ولایت د والي محمدآغا حکیم په ګډون له حکومتي رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو پایله ده.

نوموړي د پنجشېر ولایت مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته  سفرونه کوئ؛ له خلکو سره به مخامخ ګورئ، د هغوی ستونزې او مشکلات به اورئ او ورته به پخپل وخت رسېدنه کوي.

نوموړي ټینګار کړی: مسوولان دې د خپل پرسونل د لیکو چاڼولو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص، چې ولس او نظام ته ګټه نه‌رسوي؛ له لیکو لرې کړي، ځکه دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.

دغه راز یې د یونیفورم؛ صورت او سیرت پر برابرولو هم ټینګار وکړ او وایي: ټولو منسوبینو ته لازمه ده، چې خپل رسمي یونیفورم رعایت کړي؛ ځکه د هر اورګان ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او دا د اسلامي امارت د رهبر سپارښتنه هم ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی به مسوولان خپل سیرت او صورت د سنت پر طریقه برابروي.

د نشه‌یي توکو په اړه نوموړي وویل: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده؛ استعمال، کښت، قاچاق او پلور یې بشپړ بند دی او د مخنیوي لپاره به نظام او ولس ګډ کار کوي.

ویل کیږي، چې یاد پلاوي د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له اړوند ادارو او مدیریتونو هم لیدنه وکړه او د چارو د ښه‌والي لپار یې اړوند مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اداري کمیسیون ته لارښوونه شوې؛ اته هغه څانګې دې په نوې ادره کې تنظیم شي، چې د تېل او ګاز په چوکاټ کې نامنسجم فعالیت کوي.

Published

on

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي، چې د تېل او ګاز خپلواکې ادارې جوړول منظور شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اداري کمیسیون ته لارښوونه شوې؛ اته هغه څانګې دې په نوې ادره کې تنظیم شي، چې د تېل او ګاز په چوکاټ کې نامنسجم فعالیت کوي.

نور ویلي، چې دا هڅه به د تېل او ګاز په تولید او واردولو کې د ادغام، تنظیم، موثریت، شفافیت، اړینې همغږۍ او نورو اړوند آسانتیاوو د رامنځته کولو له کبله د اسلامي امارت، پانګوالو، مصرف کوونکو او اتباعو لپاره خورا ګټور وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي

نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.

Published

on

د افغانستان په اړه د تهران له سیمه‌ییزې غونډې وروسته د هېواد بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي ويلي، چې له امنیت‌محوره لیدلوري څخه تېرېدا او په سیمه‌ییزه نښلېدا، همکارۍ او همغږۍ کې د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه کول یو مهم او د پام وړ ټکی دی.

نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.

ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغانستان نور د بحران مدیریت مسله نده، بلکې د سټراټیژیک موقعیت، ښه نیت او د اوسني حکومت اقتصادي بهرنۍ پالیسۍ ته پاملرنه کولی شي، چې د مرکزي آسیا، لویدیځ او سویلي آسیا ترمنځ یو اغېزمن پُل شي.

ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ سیمه‌ییز هېوادونه کولی شي د افغانستان د ټرانزیټي، سوداګریز او ارتباطي ظرفیتونو پر کارولو ګډې ګټې ترلاسه او سیمه‌ییز ادغام پیاوړی کړي.

هغه د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ټینګار هم ستاینه کړې ده.

ذاکر جلالي زیاته کړې؛ په تېرو څلور کلونو کې د ټرانزیټ، سیمه‌ییزې نښلېدا، سوداګریزې آسانتیا او د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو په برخو کې عملي او محسوس ګامونه اخیستل شوي، چې کولی شي د ثبات، سوکالۍ او ګډو سیمه‌ییزو ګټو د خوندي کولو لپاره لار اواره کړي.

هغه څرګندوي؛ له افغانستان سره اړیکې او ښکېلتیا باید د ساحوي واقعیتونو، موجوده فرصتونو او ظرفیتونو پر بنسټ وي، چې د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره ور سره د تلپاتې ګټې حالت رامنځته شي.

د یادونې ده، چې د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ درویشتمه ) تهران د روسیې، چین، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ځانګړو استازو په شتون کې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه و. اسلامي امارت هم دې غونډې ته بلل شوی و؛ خو له ګډون کولو یې دډه وکړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!