Connect with us

سوداگري

ملا برادر په سرپل ولایت کې د قشقري د نفتو څاګانو پرانسته وکړه

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۰, ۱۴۰۱

په سرپل ولایت کې د قشقري بلاک د نفتو څاګانو پرانسته وشوه او د اسلامي امارت د لومړي وزیر د لومړي مرستیال په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اسلامي امارت د لومړي وزیر لومړی مرستیال، د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو سرپل ولایت ته د قشقري د تېلو د څاګانو پروژې د پرانیستې او کار پیلولو لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پرانیسته د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت به د اقتصادي بېخبناوو په برخه کې بنسټیز کار وکړي.

ملا عبدالغني برادر د دغې پروژې پرانستل د هېواد داقتصاد د پرمختګ په لاره کې يو ګام وباله او ټينګار يې وکړ، چې اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي  ودې لپاره بنسټيزې پروژې پلې کړي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور څرګنده کړې، چې د دې پروژې له پرانیستلو سره به د نفتو له دغو څاګانو څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه تېل استخراج او عواید به یې د دولت خزانې ته سپارل کیږي.

د پروژې مدیر ویلي؛ له دې سره به د شمال ولایتونو خلکو ته پوره کاري زمینه برابره شي.

د آمو سیند د نفتو حوزه د افغانستان په شمال کې پرته ده، چې ډېره برخه یې په سرپل او لږه یې فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري، چې قشقري، بازارکمی او زمرد سالی  نومي درې بلاکه لري.

د یادونې ده، چې د دغو درې زیرمو نفت ۸۷ میلیون بیلر اټکل شوي دي.

سوداگري

د سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

Published

on

د رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له روسیې او بېلاروس څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د سون توکو واردات له ۵۰ سلنې زیات کړي؛ ځکه، چې له یوې‌خوا د سیمې کړکېچونو له روسیې څخه د انرژۍ د صادراتو لوري بدل کړی او له بلې‌خوا له منځني ختیځ څخه عرضه هم کمه شوې ده.

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

رویټرز ويلي؛ له هغې وروسته، چې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۳ ز.کال په فبرورۍ کې د روسیې د سون توکو پر وارداتو بندیزونه ولګاوه؛ نو د مرکزي آسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو د صادراتو اصلي بازار شو.

که څه هم روسیې د جولای تر پایه پورې د سون توکو صادرات محدود کړي؛ خو د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه، چې له مسکو سره د بین‌الحکومتي تړونونو له مخې معافیت لري، خپل واردات روان ساتلي دي.

د یاد راپور له مخې؛ مغولستان د ۸۴۰ زره ټنو پر وارداتو په سیمه کې د روسیې د سون توکو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی. افغانستان هم سره له دې، چې د روسیې د سون توکو د صادراتو له بندیزونو څخه رسمي معافیت نه‌لري، د بېلاروس د صادراتو د دوام له کبله خپل واردات زیات کړي دي.

رویترز زیاته کړې، چې د افغانستان واردات له روسیې او بېلاروس څخه د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۲۰۲۵ ز.کال د همدومره وخت پر پرتله څلور چنده زیات شوي او ۵۳۰ زره ټنو ته رسېدلي ، چې ۲۳۱ زره ټنه تېل دي.

Continue Reading

سوداگري

د ازبکستان او افغانستان سوداګرۍ وده کړې؛ د راکړې ورکړې کچه ۲۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.

Published

on

د ازبکستان ملي احصائې کمیټې د نوي خپاره شوي راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲۹۸.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.

اړوند احصائې ښیي؛ د دغې دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۴ ز.کال پر پرتله د پام وړ زیات شوی، چې له ۱۳۱.۲ میلیون ډالرو څخه دوه چنده زیات دی او په تېرو دوه کلونو کې ۱۲۷.۵ سلنه زیاتوالی لري.

افغانستان د ازبکستان د اړینو سوداګریزو ملګرو په ډله کې پاتې دی او د سوداګریز حجم له پلوه د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې یې ځای نیولی دی.

اوس‌ د ازبکستان صادرات افغانستان ته ۲۸۹.۱ میلیون ډالر دي او د ټول دوه اړخیزې سوداګرۍ ۹۶.۹ سلنه جوړوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د صادراتو پر بنسټ ولاړ ارزښت ښیي.

د دغه راپور له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز جوړښت کرنیز محصولات، د انرژۍ سرچینې، صنعتي او تولیدي توکي رانغاړي.

په ټولیزه توګه د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې ۱۱.۶ میلیارډ ډالرو ته ورسېد او هېواد یې د نړۍ له ۱۶۰ څخه زیاتو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې لري.

اقتصادي کارپوهان دا بهیر د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او د منځنۍ آسیا په سوداګرۍ کې د افغانستان د زیاتېدونکي رول نښه ګڼي.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اندیجان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۵۲۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پر نغوته(اشاره ) ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یو میلیارډ ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پلي کېدا نوي پړاو ته دننه شوي دي.

نورالدین عزیزي ویلي؛ افغانستان د ازبک محصولاتو لپاره یو لوی بازار دی او هم هغه هېواد ته د پام وړ صادراتي ظرفیتونه لري.

هغه ټینګار کړی، چې پانګونه باید د ګډې ملګرتیا پر بنسټ وشي او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌ونو هرکلی کوي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وه او د دواړو خواوو ترمنځ د ۱.۴ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي، چې یو شمیر یې د پلي کولو پړاو ته دننه شوي دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۱.۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د ازبکستان د اندیجان والي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه‌والي د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ ازبک سوداګر چمتو، چې خپلې تجربې افغان سوداګرو ته وړاندې کړي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دوران وهابوف د چرګانو په روزنه، ټوکراوبدلو، خوراکي توکو، فرنیچر، چرمي بوټانو، برښنا مزو، درمل جوړونې او ساختماني برخو کې د ازبک پانګوالو شتون اعلان کړ او هیله من شو، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ همکاري به نوره هم پراخه شي.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو افغان چارواکو له ازبک سوداګرو وغوښتل، چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي او وایي، چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره وړ شرایط لرو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!