تازه خبرونه
ملت دې نور هم متحد شي – سراج الدین حقاني
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هېواد له بهر میشتو افغانانو غوښتي، چې راستانه شي او ملت نور هم متحد کړي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سراج الدین حقاني د دوشنبې پر سهار ( د غبرګولي ۱۵ ) د بلخ ولایت له چارواکو، عالمانو او قومي مشرانو سره د دغه ښار د ولایت مقام په تالار کې وکتل.
سراج الدین حقاني دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: دښمنان د افغانانو د وېشلو لپاره ډېرې دسیسې جوړوي؛ خو دلته د تعصب ریښې هیڅکله ولسي نهوې، بلکې پردیو راته راوړي او یوازې سیاسي جنبه یې درلوده.
د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه، چې هېواد ووېشي؛ خو د شمال مجاهدينو او د ملي یووالي ژورو رېښو ثابته کړه، چې مونږ متحد ملت یوو. زمونږ واقعي حالت همدا دی، چې له پنجشېره د پکتیکا زلزله ځپلیو ته او له روزګانه د بدخشان د طبیعي افتونو له کبله اغېزمنو خلکو ته د مرستې لاسونه ور وغزېدل. زمونږ وحدت طبیعي دي، افغانان په عقایدو او باورونو کې ژورې رېښې لري.
په دې کتنه کې د بلخ ولایت مرستیال مولوي ابو ادریس نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ څرګنده کړې، چې دا د بلخ ولایت د مجاهدینو د سرښندنو او د الله تعالی د لوی فضل او رحمت پایله ده، چې مونږ مشران په خپل منځ کې وینو.
هغه زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي نظام په رامنځته کولو کې سترې قربانۍ ورکړي او اوس د نظام بقا د ایماندارۍ، صداقت او یووالي قربانیو ته اړتیا لري. مونږ یو ملت یوو او باید نور هم سره متحد شو.
د بلخ ولایت د عالمانو شورا رییس شیخ محمد سعد هاشمي په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي: امنیت ته په ټولو ادیانو، دولتونو او ولسونو کې لومړیتوب ورکړ شوی دی. د اوسني امنیت امتیازات اسلامي امارت ته منسوبېږي، باید د اسلامي امارت هڅې په ملي او نړیواله کچه وستایل شي.
سراج الدین حقاني د سخي صاحب د مزار د بیارغونې او د روضې د انګړ د دیني مدرسې لپاره د کتابتون په جوړولو کې د مرسته ژمنه وکړه. دغه راز د روضې په انګړ کې جوړ شوي تاریخي موزیم ته د کندهار والي حاجي وفا ځانګړې پاملرنه وستایل شوه او د ځینو ستونزو د حل لپاره یې له ځینو مشورې برخمن کړل.
د غونډې په پای کې کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ډاګه کړه: مونږ هغه مهال د حکومت واک تر لاسه کړ، چې هر څه ګډوډ ول، دغه جنجالي حالت مصروفه وساتلو؛ نو، له همدې کبله مې پر ځنډ د راتګ عذر ومنئ.
هغه افغانان، چې تبلیغاتو او پروپاګند وډار کړل، وطن یې پرېښود؛ بېرته دې راستانهٔ شي؛ ځکه دا وطن د ټولو ګډ او د امن کور دی.
دغه راز سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې د جهاد خاطرو ته په نغوته کې څرګنده کړه: د جهاد په پیل کې ډېرو خلکو د وسلهوالې مبارزې پر ځای د سازش د طریقو کارول راته پر ګوته کول، خو د مجاهدينو د قربانۍ او استقامت له کبله په ټولو ازمايښتونو کې بريالي شوو.
د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته د عمومي عفوې یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه: “امیر المومنین [د اسلامي امارت مشرتابه ] د سولې لپاره عمومي بښنه اعلان کړه او له بښنې وروسته که څوک سرغړونه وکړي؛ د شریعت له مخې ورسره چلند کیږي.
د کورنیو چارو وزیر همدا راز امنیتي ځواکونو ته د دسپلین د ساتلو سپارښتنه وکړه او ویې ویل، چې د نظام بقا په ښو اخلاقو کې نغښتې ده.
هغه مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه: د نظام بقا په ښو اخلاقو کې ده؛ قدرت او مقام کله کله په انسان کې تکبر او غرور پیدا کوي، په غرور کې د انسان عقل او فکر له منځه ځي. امیرالمؤمنین حفظه الله به راته ویل، چې له ښو اخلاقو پرته بل څه نهلرو او باید له خپلو ماتحتانو سره ښه چلند وکړو.
سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام هم ځواکونو او د بلخ چارواکو ته داسې په ډاګه کړ:
مجاهدینو ته مې پیغام دا دی، چې شپه او ورځ د ولس په خدمت کې اوسئ. حتا هغه مجاهدین، چې په رسمي توګه په دندو کې نهدي؛ د الله تعالی او رسول پر وړاندې مسوولیت لري، چې د نیکو اعمالو له لارې او پر لوړو اخلاقو د مجاهدت عالي صفاتو ته پابند پاتې شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې زمونږ نظام ټولګډونه دی، قومي مشرانو، عالمانو او نورو مسلکي کادرونو ته هم د خدمت په برخه کې زمینه برابره کړئ.
سراج الدین حقاني دا هم ویلي: عالمان زمونږ معنوي او روحاني رهبران دي او د هغوی په لارښوونه کې د دنیا او اخرت کامیابي نغښتې ده. زمونږ په ګټه او تاوان کې ولس را شریک دی.
هغه په پای کې په ډاګه کړه: د پردیو د فرهنګ له تسلط څخه د ځوانانو د ژغورلو لپاره باید خپل اسلامي او افغان فرهنګ او فکر ته وده ورکړو او داسې محبوب یې کړو، چې خلک یې پخپله ومني.
تازه خبرونه
له افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بېثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو لهخوا ډکه شوې ده.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.
توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نهدی.
هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.
د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عملګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نهلري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.
دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.
توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونهګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.
هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.
ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.
نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.
کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
تازه خبرونه5 days agoد کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
