تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په پېنځه ولایتونو کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې پر پروګرام ټینګار څرګند کړ

دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوه‌یم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیان‌منونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.

Published

on

 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(UNDP)  په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا رغونې او د زیان‌منونکو سیمو د وضعیت د ښه کولو پروګرام د دوه‌یم پړاو له پیل خبر ورکړی، چې د کوریا جمهوریت پر مالي ملاتړ پلی کېږي.

دې ټولنې د اوکټوبر پر شپږویشتمه( دوشنبې ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د« احیا ۲» پروګرام دوه‌یم پړاو د بیارغونې د بهیر د ملاتړ، د خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا او د زیان‌منونکو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پر موخه پیلېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ کابل، پکتیا، غزني، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي، چې دغه پروګرام به په کې پلي شي.

د خلکو د ژوند د سرچینو پیاوړتیا، د ټولنیزو بنسټونو بیارغونه، د سیمه‌ییزو اقتصادي فعالیتونو بیا راژوندي کول او د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د اړوند خلکو د مقاومت د وړتیا لوړول د دې پروګرام د دوه‌یم پړاو له مهمو موخو څخه دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د دې طرحې دوه‌یم پړاو د لومړي پړاو پر لاسته راوړنو ولاړ دی او موخه یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو هڅو پراخول دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د پروګرام د ټولیزې بودجې، د پلي کېدا د مهالوېش او د هغو کسانو د شمېر په اړه، چې له دې پروګرام څخه به ګټه واخلي؛ جزئیات ورکړ شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version