تازه خبرونه
مولوي متقي په دوحه کې د ۱۶ هېوادونو له نوماندو سفیرانو سره وکتل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۶ بهرنیو هېوادونو له نوماند سفیرانو او استازیو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړی: د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره له ۱۶ نوماند وزیرانو سره او استازیو سره وکتل او پر امنیتي، بشري، اقتصادي، سیاسي او روغتیايي مسایلو یې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې؛ ټولو لوریو په امنیتي وضعیت کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه او وایي، چې افغانستان ته باید بشري او طبي مرستې ورکړ شي او شته ستونزې دې د همکارۍ له لارې اوارې شي.
هغه ویلي؛ د اماراتو پلاوي دوی ته د امنیت ډاډ ورکړ، د مرستو په رسولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، چې واقعیتونه له نږدې وګوري او د اړیکو د نوي فصل د پرانېستلو لپاره مثبت کار پیل کړي.
عبدالقهار بلخي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، ایټالیا، جنوبي کوریا، د اروپايي ټولنې کمیشنرانو، هسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، آسترالیا، بریټانیا او جاپان هېوادونو نوماند سفیرانو او استازیو ګډون کړی و.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د انډونیزیا له سفیر رضوان حسن سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو او سیاسي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
بلخي ویلي؛ د انډونیزیا سفیر د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت په اړه همکارۍ ته چمتووالی وښود او وایي، چې دواړه هېوادونه باید نږدې اړیکې ولري.
نوموړي په کابل کې د انډونیزیا سفارت د بیا پرانستل کېدو هیله هم په ډاګه کړه.