Connect with us

لوبی

مونږ افغانستان کم نه‌ارزوو- د بنګله دیش کرکت بورد

خپور شوی

د

په داسې حال کې، چې ټاکل شوې د افغانستان کرکت ملي لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې له بنګله ديش سره مخ شي؛ د بنګله دیش د غوراوي کمیټې مشر ویلي، چې دوی دمګړۍ پر همدې لړۍ بشپړ راڅرخي او د لوبډلې پر جوړولو اخته دي.

د غوراوي کمیتې مشر منهاج العابدین خبریالانو ته ویلي: مونږ د هغه څه په اړه، چې په بهر کې ویل کېږي؛ فکر نه‌کوو. نړیوال جام ته اوس هم څلور میاشتې پاتې دي. مونږ د افغانستان پر وړاندې یو لړ لوبې لرو او په اړه یې فکر کوو.

هغه زیاته کړې: مونږ به له افغانستان سره په دغو درې بڼو لوبو کې کوربه وو؛ ځکه، نو اوس مونږ د همدې لپاره خپلې لوبډلې تنظیموو. زه فکر کوم، چې مونږ اوس‌مهال یوازنۍ تست لوبډله یوو، چې د نړیوال جام په اړه بحث کوو. مونږ باید د نړیوال جام لپاره د لوبغاړیو چمتووالی او فعالیت په پام کې ونیسو او یوه لوبډله جوړه کړو.

د بنګله دیش د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر دا هم ویلي، چې تر راتلونکې اوونۍ به د افغانستان پر وړاندې د لوبډلو جوړښت وروستی شي او لوبغاړي به یې د مې له نهویشتمې روزنیزې هڅې پیل کړي.

منهاج العابدین ویلي، چې د بنګله دیش تکړه لوبغاړی شکیب الحسن ښايي د ورپېښ ټپ له کبله په تست لوبو کې برخه وانخلي؛ خو تمه ده، چې په پنځوس آووریزو لوبو کې ګډون وکړي.

نوموړي دغه راز په راتلونکیو سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول تست لوبو ترسره کول رد کړل او هیله یې څرګنده کړه، چې تر ټولو غوره جوړښت به نندارې ته وړاندې کړي.

بنګله دیش د افغانانو پر وړاندې ښه ریکارد نه‌لري. په ځانګړې توګه په اوږده لوبه کې؛ ځکه، چې دوی په ۲۰۱۹ کې لومړۍ تست لوبه پر ۲۲۴ منډو ګټلې وه.

منہاج العابدین څرګنده کړې: مونږ کوم ازمایښت ته چمتو نه‌یوو. افغانستان ډېره ښه لوبډله ده. مونږ د دوی پر وړاندې بده تجربه لرلې؛ ځکه، چې مونږ وروستی تست له لاسه ورکړ. مونږ به دوی کم نه ارزوو. مونږ به هڅه وکړو، چې د افغانستان پر وړاندې تر ټولو غوره جوړښت اعلان کړو.

د افغانستان لوبډله به د جون له څوارلسمې څخه تر اتلسمې نېټې په داکه کې یوه تست لوبه ترسره کړي، چې وروسته به هند ته ولاړه شي. لوبډله به د جولای پر لومړۍ نېټه بنګله دیش ته راستنه شي، چې د جولای له ۵ څخه تر ۱۱ پورې په چتوګرام کې درې پنځوس آووریزې لوبې وکړي.

افغان لوبډله به د جولای پر څوارلسمه او شپاړسمه په سیلهت کې دوه شل آووریزې لوبې وکړي.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!