لوبی

میلاپ میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی شو

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۲

د هېواد کرکت بورد په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  میلاپ پرادیپ کمار میوادا له وړاندې په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان سوپر کولا یو ورځنیو سیالیو لپاره له ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ میوادا د بنګله دېش پر وړاندې له سیالیو مخکې په عربي متحده  اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې له روزنیزو هڅو سره هم مل و، چې اوس ورسره افغان کرکت بورد د توپوهنې په برخه کې اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ. 

کرکت بورد څرګنده کړې؛ میلاپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶ز. کال څخه تر ۲۰۰۵ ز. کال پوري د بارودا او ویست زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.

دغه راز نوموړي ۱۱ فرست کلاس او ۲۶ لیست اې سیالیو کې د ویکت کیپر په توګه ۶۷ کیچونه او ۱۲ ستمپونه ترسره کړي دي. 

د افغانستان کرکت بورد په خبرپاڼه کې راغلي: میلاپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه هم لري، هغه د حیدر‌آباد ایالت د کرکت ټولنې منتخبې لوبډلې، چاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جامو کشمیر کرکت ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او په کرکت لوبه کې د لوبغاړي او روزونکي په توګه ټولټال ۳۲ کلنه تجربه لري. 

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دا مهال په سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د سوپر کولا کپ یو ورځنیو سیالیو لپاره، چې ټاکل شوې د زمري پر ۳۱ / د اګست پر ۲۲ پیل شي؛ د چمتووالي په موخه روزنیزې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version