تازه خبرونه
م.م له افغانستان سره د مرستې لپاره د انتقالي تعامل کړنلاره اعلان کړه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د انتقالي تعامل کړنلاره وروستۍ او په ډاګه شوه.
په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ملګري ملتونه اړ ایستل، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د تنظیم لپاره د انتقالي تعامل کړنلاره اعلان کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږې کوونکی وايي، د افغانستان روان وضعیت ته په کتو به د ملګرو ملتونو دا ستراتیژي اړمنو افغانانو ته د بنسټیزو بشري مرستو برابرولو موکه برابره کړي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف ویلي: دا ستراتیژي به پر روغتیا او پوهنې سربېره د افغانانو لپاره د اړین ټولنیز جوړښت په برخه کې بنسټیزې او اوږدمهاله مرستې تضمین او همغږې کړي. په دغه چاره کې یوسلواته پنځوس ملګري په ګډه کار کوي، چې د روغتیايي خدمتونو او د ژوندانه نورو برخو کې خپلې مرستې وغزوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د چارشنبې پر ورځ په نیوریارک کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته د هغو قواعدو د ځنډولو غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د اقتصاد او بشري مرستو په رسولو کې خنډ پېښوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرش وایي: مونږ باید هغه قواعد او شرطونه وځنډوو، چې د افغانستان پر اقتصاد سربېره یې د خلکو پر ژغورنې هم اغېزکړی او په کار ده، چې د اړتیا په دې سختو شرایطو پرې له سره غور وشي.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو له دې دریځه پر هرکلي سربېره له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د افغانستان له بشري او اقتصادي ناورین سره باید سیاسي چلند ونشي.
په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي او هېوادوال له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دې. له دې سره هممهاله نړیواله ټولنه او مرستندوی بنسټونه هم د هرې ورځې په تېرېدو پر احتمالي بشري کړکېچ د اندېښنې ترڅنګ، له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.
