تازه خبرونه
ناټو به په افغانستان کې خپل ملکي شتون روان وساتي
د شمالي اتلانتیک تړون ټولنې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه بنسټ به له وتلو وروسته د افغانستان ملکي ملاتړ خوندي وساتي.
سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ناټو ملکي حضور او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو او مشورې ورکولو په خاطر د دوی فعالیتونه به روان وي.
هغه دا هم ویلي، چې زمونږ متحدینو له افغانستان سره د مالي مرستې په اړه خپلې ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې او د افغانستان مالي ملاتړ به هم روان وي. هغه ټینګار کړی، چې په بهر کې به د افغان ځانګړیو ځواکونو پر روزنې هم خبرې کوو.
هغه زیاته کړې، چې د ناتو ځواکونو د ایستلو بهیر په منظمه او همغږې بڼه مخ پر ودې روان دی او په هر پړاو کې د خپلو کارمندانو امنیت ته اړ یو.
هغه دا هم ویلي، چې ناټو به په کابل کې خپل ملکي ډیپلوماتیک شتون روان ساتي.
ینس وایي: مونږ ښه پوهیږو، چې په افغانستان کې وضعیت ننګونکی، ماتیدونکی او ستونزمن دی.
ټاکل شوې، چې بهرني ځواکونه د سپټمبر پر ۱۱ له افغانستان څخه ووځي.