نړۍ
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو مسوویت پر غاړه اخیستی، چې مخکې د واشنګټن پر غاړه و.
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د راپور له مخې؛ دا اقدام د اوکراین لپاره د پوځي ملاتړ د دوام لپاره شوی، چې د دوږنالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمې دورې له پیل وروسته د راتلونکي کال په جنورۍ کې نوموړي ته زیان ونه رسیږي.
د جرمني په ویسباډن کې د امریکا اډه د ناټو د پوځي مرستو د همغږۍ د مرکزي دفتر په توګه غوره شوې ده.
له دې مخکې د «راماشټاین» ډلې، چې د امریکا پر مشرۍ د ۵۰ هېوادونو له ائتلاف څخه جوړه وه، اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو دنده په غاړه درلوده.
د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمپېر له رسمي پیل مخکې کیف ته نورې پوځي مرستې ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، چې ښايي دغه اقدام د اوکراین په جګړه کې ډېر اغېز ونکړي.
دونالډ ټرمپ د ولسمرۍ په لومړي پېر کې ژمنه کړې وه، چې له ناټوتړون څخه به ووخي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له کیف سره د واشنګټن پر پوځي مرستو نیوکه کړې وه او دا ژمنه یې کړې وه، چې له بریا وروسته به په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.
د ناټو پوځي تړون ۳۱ غړي لري، چې امریکا، بریټانیا، آلمان، ترکیه او ایټالیا یې مهم غړی دي.
ټرمپ د ناټو له غړو وغوښتل، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو درې سلنه دې تړون ته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې له اوکراين سره د لويديځ د پوځي مرستو زياتوالى غندلى او دا يې د يوې پراخې جګړې له خطر سره مخ کېدل یاد کړي وه.
نړۍ
په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
