تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې د خوارځواکۍ په برخه کې همکاري وکړي – د خواړو او درملو ملي اداره
د خواړو او درملو ملي ادارې چارواکو ويلي؛ په هېواد کې د خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو د خواړو نه خوندیتوب دی او دوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د یادې ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دوی به په دې وروستیو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه له ۲۰۰ ټنو ډېر راټول شوي ناامنه خوراکي توکي له منځه یوسي.
دغې ادارې دا هم ویلي، چې د روان لمریز لېږدیز کال له پیل راپدیخوا یې ۱۰۰ ټنه ناامنه خوراکي توکي او څه باندې ۱۰۰ ټنه نور بې کیفیته درمل راټول او سوځولي دي.
د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر ويلي: له ۲۰۰ ټنو څخه ډېر دي، چې له منځه وړلو ته چمتو دي او يوازې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.
عبدالباري عمر زیاته کړې: مونږ د کال له پیله تر اوسه پرته له دې موادو، چې تاسې یې ګورئ
نږدې سل ټنه له منځه وړي دي.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د خوراکي او درملو د تشخیص د لابراتوارونو پر جوړولو کار روان دی او په راتلونکیو درې میاشتو کې به یو شمېر لابراتوارونه فعال شي.
دغې ادارې له سوداګرو او پانګوالو غوښتنه کړې، چې هېواد ته د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو له واردولو ډډه وکړي. که نه؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.